اعلاميې

د افغانستان بانک: د آنلاین صرافۍ فعالیتونه غیرقانوني ګڼل کېږي

د افغانستان بانک وايي چې د آنلاین صرافۍ د فعالیتونو جواز تر اوسه نه دی صادر شوی او دا ډول فعالیتونه غیر قانوني ګڼل کېږي. یاد بانک نن په دې اړه د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي چې په هېواد کې يو شمېر وګړي د آنلاین صرافۍ په نوم مالي معاملې ترسره کوي او  د فورسيج او داسې نور په بازار کې فعالیت لري. د افغانستان بانک يو ځل بيا هېوادوالو ته خبر ورکړی چې تر اوسه هېڅ شخص یا شرکت ته د آنلاین صرافۍ د فعالیتونو جواز صادر شوی نه دی او دا ډول فعالیتونه غیرقانوني کڼل کېږي. د افغانستان بانک له هېوادوالو څخه غوښتي دي چی د دغه شان معاملو د خطرونو، زيانونو او مسئوليتونو په پام کې نیولو سره دې له دغه ډول شرکتونو او وګړو سره د آنلاین معاملو له ترسره کولو څخه ډډه وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button