اقتصاد

د افغانستان بانک:  تېر کال پولي سياست بريالی و

د افغانستان بانک ويلي، چې د دغه بانک د پولي سياست طرحه او تطبيق په ۱۴۰۲ هجري لمريز کال کې بريالی و او په دې پاليسۍ سره يې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي.

د افغانستان بانک ويلي، چې د دغه بانک د پولي سياست طرحه او تطبيق په ۱۴۰۲ هجري لمريز کال کې بريالی و او په دې پاليسۍ سره يې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي. ياد بانک پر خپله ټويټر پاڼه په يوه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، د پولي سياست له مخې چې تېر کال وضع شوی و، توانېدلي چې د افغانۍ ارزښت ثابت وساتي او په بازارونو کې د انفلاسيون کچه په سمه توګه کنټرول کړي. د افغانستان بانک زياتوي، چې افغانۍ اوس د نړۍ يو له باثباته اسعارو څخه دي او د وړم کال په پرتله يې ارزښت د نورو اسعارو پر وړاندې د پام وړ لوړ شوى دى. د يادونې وړ ده، چې د ميليونونو ډالرو پر ليلام سربيره په هېواد کې د افغانيو د استفادې ترويج، د بهرنيو اسعارو د قاچاق مخنيوي، بازار ته د نويو بانکنوټونو داخلول او داسې نور هغه څه دي چې د مرکزي بانک غوره پولي سياستونه بلل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button