ټولنه او کلتور

د افغانستان او قطر ترمنځ د (( ګرم ژمي )) په نامه تړون لاسليک شو

د افغاني سرې مياشتې مطبوعاتي دفتر پرون  د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د افغان سرې مياشتې ټولنې رئيس مولوي مطيع الحق خالص او د قطر د سرې مياشتې نړيوالې پروژې مشر ډاکټر احمد صلاح ترمنځ د ((ګرم ژمې)) تر نامه لاندې تړون لاسليک شوی دی.

د افغاني سرې مياشتې مطبوعاتي دفتر پرون  د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د افغان سرې مياشتې ټولنې رئيس مولوي مطيع الحق خالص او د قطر د سرې مياشتې نړيوالې پروژې مشر ډاکټر احمد صلاح ترمنځ د ((ګرم ژمې)) تر نامه لاندې تړون لاسليک شوی دی.د دغه تړون له مخې به د قطر د سرې مياشتې ټولنه د ۷۸۴۲۲ امريکايي ډالرو په ارزښت ژمني داړتيا وړ توکي په افغانستان کې اړمنو کسانو ته ورسوي.په خبرپاڼه کې راغلي دي ،چې د دې تړون له لاسليکولو مخکې مولوي مطيع الحق خالص او د قطر د سرې مياشتې پلاوي د هرات د وروستۍ زلزلې د زيانونو، مرستو، اړتياوو او د کورونو د بيارغونې په اړه خبرې وکړې.د قطر د سرې مياشتې چارواکو ژمنه کړې، چې د هرات له زلزله ځپلو سره به د مرستو او بېړنيو خوراکي توکو په برابرولو کې مرسته وکړي.قطري لوري دا هم ويلي، چې د زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو په درملنه او د افغاني سرې مياشتې له خوا د دغو ناروغانو لپاره د جوړ شوي روغتون د تجهيز په برخه کې همکاري کوي. د يادونې وړ ده، چې د افغاني سرې مياشتې رئيس د هرات له زلزله ځپلو سره د بشري مرستو د ترلاسه کولو په موخه د قطر پلازمېنې دوحې ته تللى دى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button