اقتصاد

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ سوداګري پراختيا مومي

د  اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزير  په کابل کې د ترکمنستان له سفير خواجه عوضوف سره په ليدنه کې د دواړو هيوادونو ترمنځ د صادراتو پر زياتوالي او د سوداګرۍ پر پراخوالي خبرې کړي دي. ياد وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي،  چې په دې ليدنه کې، عشق‌اباد کې د افغانستان د محصولاتو لپاره د نندارتون جوړېدو او د دواړو هيوادونو ترمنځ د سوداګريزو ليدنو پر زياتوالي هم خبرې شوي دي. د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګرۍ زياتوالي او افغان سوداګرو ته د ويزو اسانتياوې د دغې ليدنې نور موضوعات وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button