
د افغانستان او ايران ترمنځ د اوبو تړون او د دواړو خواوو مسئوليتونه!
افغانستان پر نورو طبيعي زېرمو او شتمنيو سربېره په بېلابېلو سيمو او حوزو کې بهاندې اوبه هم لري، بهاندې اوبه که څه هم د افغانستان د راتلونکې لپاره ډېرې مهمېدي او زموږ راتلونکي پرمختګ پورې تړلي دي؛ خو يو لړ ننګونې او ستونزې يې هم ايجاد کړي دي.
افغانستان پر نورو طبيعي زېرمو او شتمنيو سربېره په بېلابېلو سيمو او حوزو کې بهاندې اوبه هم لري، بهاندې اوبه که څه هم د افغانستان د راتلونکې لپاره ډېرې مهمېدي او زموږ راتلونکي پرمختګ پورې تړلي دي؛ خو يو لړ ننګونې او ستونزې يې هم ايجاد کړي دي.
د دغو بهاندو اوبو له ډلې د هلمند سيند اوبه هم دي، چې له ډېر پخوا راهيسي يې د بېلابېلو واکمنيو پر مهال د ايران او افغانستان دوه اړخيزې اړيکې اغيزمنې کړي دي.
په وروستي ځل دغې ستونزې په ۱۹۷۲ م کال کې د پخواني پاچاه محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال زور واخيست، له يو څه وخت خبرو وروسته دغه ستونزه د افغانستان د هغه مهال د لومړي وزير محمد موسی شفيق او د ايران د هغه مهال د لومړي وزير ترمنځ د يو تړون په لاسليکولو سره ختمه شوه، چې له مخې به يې افغانستان ايران ته په يوه ثانيه کې ۲۲ متره مکعبه اوبه پريږدي.
له تړون وروسته په دواړو هيوادونو کې د يو لړ سياسي بدلونونو او انقلابونو له امله دغه تړون تر ډېره حده عملي نشو، په ځانګړې توګه ايران د افغانستان له بې ثباتۍ او د يو ځواکمن حکومت له نشتون څخه په استفادې ډېرې زياتې اوبه ترلاسه کوي.
اوس چې د افغانستان په ګډون د سيمې اکثره هيوادونه د اقليمي بدلون له امله له وچکالۍ او د اوبو له نشتوالي سره مخ دي او ايران ته د پخوا په څېر ډېرې اوبه نه ورځي، نو غواړي چې د ۱۹۷۲ م کال شوي تړون باندې له سره غور وکړي.
خو افغانستان چې اوس يو خپلواک، ځواکمن او ملي ګټو ته ژمن حکومت لري، په وار وار ويلي چې د ۱۹۷۲ م کال تړون ته ژمن دی او د اوبو د زياتوالي په صورت کې ګاونډي هيواد ايران ته د خپلې حقابې ورکړې ته چمتو دی.
خو ايران د ډيپلوماتيکو اصولو خلاف د فشار سياست غوره کړی او څو ورځې وړاندې يې ولسمشر د افغانستان د اسلامي امارت مشرانو ته خطاب کې وويل ،چې د دوی د خلکو حق دې ورکړي او په دې برخه کې دې د ايران غوښتنې جدي ونيسي.
اسلامي امارت يې په ځواب کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره په خورا صراحت سره پر تړون د ژمنتيا خبره بيا تکرار کړه او له ايراني چارواکو يې وغوښتل، چې د بې مسئوليته څرګندونو پر ځای دې له رسمي او ډيپلوماټيکو لارو چارو خبرې وکړي.
د چارو شنونکي په دې اند دي چې ايران په دې سره غواړي د خپلې وچکالۍ بار د افغانانو پر اوږو واچوي او د فشار سياست يې ځکه غوره کړی چې افغانستان په سيمه کې د اوبو مهارولو له پلانونو راوګرځوي، خو د دوی دغو فشارونو ته به نه يوازې اسلامي امارت غاړه کې نه ږدي، بلکې د ايران او افغانستان ترمنځ اړيکې به هم زيانمنې کړي.
د اوبو د چارو متخصص ډاکتر فاروق اعظم وايي، د کمال خان او نورو بندونو د جوړېدو په اړه د ايران اعتراض په هېڅ ډول د منلو نهدی، د نوموړي په وينا ((ايران تعهد کړی و چې د اوبو د ښه تنظيم لپاره به افغانستان ته د درېو بندونو د جوړېدو پيسې ورکوي چې دوه به يې د هلمند پر سيند جوړېږي او يو يې د کمال خان بند دی يعنې ايران موافقه کړې ده ،چې د بندونو جوړېدل د دوی په ګټه دي.))
ايراني چارواکي دې د فشار او بې مسئوليته څرګندونو پر ځای دغه ستونزه د ډيپلوماتيکو چينلونو له لارې حل کړي او په دې برخه کې دې ځمکني واقعيتونه درک او تړون کې دې خپلو مسئوليتونو ته متوجه شي.
افغانستان ثابته کړې، چې څوک پرې د زور او فشار له لارې غوښتنې نشي منلی، بلکې د ډيالوګ او سياسي تفاهم له لارې د هر ډول موضوعاتو او ستونزو حل ته چمتو دی.