سرلیکنې

د افغانستان اوپاکستان وروري ؟!

دا چې له ډېرو ملاحظاتو اوخپل منځي حسابداريو اوحقوقي دعوو سره سره ځينې مشران پاکستان د مشر او افغانستان د کشرورور په حیث ګڼي، ښايي یوازنی اساس يې پراسلامي طیبه کلمه دعقيدې وحدت وي. په حقیقت کې همدا مفکوره اوباور دګردو مسلمانانو ترمنځ انتهايي لويه فریضه ، یو غوره مطلوب او دټول امت سترآرمان دی.

دا چې له ډېرو ملاحظاتو اوخپل منځي حسابداريو اوحقوقي دعوو سره سره ځينې مشران پاکستان د مشر او افغانستان د کشرورور په حیث ګڼي، ښايي یوازنی اساس يې پراسلامي طیبه کلمه دعقيدې وحدت وي. په حقیقت کې همدا مفکوره اوباور دګردو مسلمانانو ترمنځ انتهايي لويه فریضه ، یو غوره مطلوب او دټول امت سترآرمان دی. خو ای کاش د مشر ورور له خوا هم پردې فریضه عمل شوی او دعوامو په اصطلاح «وروري به کوو خو حساب ترمنځ «پرقاعده چلند شوی وي. په دې لړکې که حقیقت ته نظروکړو نو افغان ملت دغې خپل منځي وروۍ ته ډېر اړ او لېوال هم دی.ځکه دتاریخي شواهدو پراساس دا واضحه ده چې له غوریانو، سوریانو، ابدالیانو رانيولې بیا دکشمير ترجګړو پورې په هره زمانه کې ټولو افغانانو او پښتنو دهندوستان ترډیلي ، دکن، کلکتې اوهرې سیمې پورې غزاګانې کړې، کاروانونه ، سفرونه ، سوداګرۍاو مزدوۍ يې کړې او د افغانانو داسې کورنۍ به کمې وې چې څوک يې دهند اوپنجاب لورته په سفرنه وي تللي، داسې هم نه ده چې افغانان هلته یوازې خپلو ګټوپسې تللي وي بلکې هېڅوک انکارنه شي کولی چې همدا افغانان وو چې دهنداوپنجاب دمسلمانانو په دفاع کې به يې هندوان ، سیکان او مرهټیان ځپل،مسلمانان به يې دهغوی له شره ژغورل اوخپل سرونه به يې ځارول چې په دې هکله له احمدشاه بابا نه دشاولي الله رحمت الله علیه غوښتنه یو څرګند ثبوت دی.دالړۍ ان ترهغه وخته چلېدلې ده چې بیا د پاکستان په نامه دولت اعلان اوله هند سره يې دکشمیر پرسرڅوځله جګړې هم منځته راغلې ، په دغو جګړو کې سره له دې چې دافغانانو لپاره له پاکستانه دخپلې مغصوبه ځمکې دبېرته نیولو ښه مناسبه موقع وه، نه یوازې داچې داسې کوم اقدام يې ونه کړ بلکې عملاً افغانانو له هندوانو سره جګړې ته ورودانګل اوپه دې ډول يې داسلامي اخوت ثبوت هم ورکړ. رابه شو د مشر ورورد «پاکستان» جفاوته، لومړۍ ناروايې خويې داوه چې دافغانستان هغه ټوټه ځمکه چې انګرېزانو له موږه په وچ زور لاندې کړې وه ، دهماغه انګریز په مرسته رانه غصب اوهغې سیمې سره وتړله چې له هندوانویې داسلام په نامه را جلا کړې وه، البته لاهم داځواب ورسره نشته چې که پنجاب اوسیند یې له هندوانوداسلام په نامه رابيل کړي نو زموږ خاوره يې په کوم جواز غصب کړې ده، خو پاک زړو پښتنو بیاهم صبروکړ او په دې خوشباوري کې پاتې شول چې ځه خیرکابل او اسلام آباد دواړه د مسلمانانو حکومتونه دي.داځکه چې نه دسروګوره ګانو دواکمنۍ پرمهال اونه دپنجابي واکمنو ترپنځوس کلنۍ پورې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې تلونکو راتلونکو وګړوته کومه ستونزه جوړه شوې ،مطلب دخلکو تګ راتګ اودلته هلته استوګنه کې هېڅ کوم مشکل نه و، تردې چې یوځل بیا پنځوسو صلیبی لښکرو زموږ پرهېواد یرغل ته ملاوتړله او مشر ورور دڅو ناچیزه ډالرو ترلاسه کولو په سپۍ هيله ترهرچا ړومبی خپله ځمکه اوفضا دیرغلګرو په اختیارکې ورکړه ،پوره شل کاله دهمدې پاکستان له خوا پرموږ هوايي او ځمکنۍ حملې کېدلې، همدوی زموږ جاسوسي ورته کوله، رانیولويې، وهلويې اوپرسرو کفارويې پلورلو، دالاڅه چې بیايې دهمدې صلیبانو په مرسته هماغه د ډیورنډ له فرضي کرښې سد سکندرراته جوړاوبالآخره يې وچه بنده کړه. سربېره پردې دهماغو صلیبانو الوتکې اوس هم دهمدوی له فضا زموږ پرخاوره ګزمې وهي او څارنې کوي. پاتې شوه دمشر ورور ګیلې، وايي دشوروي یرغل پرمهال مو افغانانو ته پناه ورکړې وه او ترخپله وسه مو وپالل ، دا سمه ده خو موږ هم دخپلو بې شمېره قربانيو پرمټ دشوریانو هغه آرمان له خاورو سره خاورې کړ چې ویل به يې ګرمو اوبوته ځان رسول غواړو،چې داخبره دهغه وخت پاکستاني واکمنو هم په جاره تاییدوله ، دا لابيله خبره ده چې اصلاً هغه دوره هم ددوی له لپاره د غرب دتوجه رااړولو لپاره یوه زرینه موقع وه ، ځکه دوی هماغه وخت د پرنګی په ملاتړ خپل پوځ دومره پیاوړی اوځواکمن کړ چې ان پراتومي وسلو هم سمبال شو، له بلې خوا یې افغانانو ته پناه ورکولو کې دا چانس هم ترلاسه کړ چې په موږ کې ښه ژور اختلافات را پیدا اوخپلوکې موسره چاړه او غوښه کړي. په هرصورت اوسنۍ ګيله يې داده چې له افغانستانه دصلیبانو تروتلو وروسته پاکستان کې پرپوځ بریدونه ډېر شوي او ناامني منځ ته راغلې نوځکه افغانان شړي اولارې بندوي ، دا ګیله يې هم سراسر غلطه اوله واقعیته لیرې ده .ځکه واقعیت خو دادی چې کله پاکستاني جنرالانو دصلیبانو دخوشالولو اوڅو ډالروترلاسه کولو لپاره محکوم پښتانه وځپل اودهغوی علماء اودیني مدرسې يې ترور اوبمبارکړې نوطبیعی ده چې دیو شمېردیندارو اومجاهدو وګړو په سینوکې به خامخا دانتقام جذبې را پارېږي اوترخپله وسه به مزاحمت کوي اوهېڅ ممکنه نه ده چې دلارو په بندولو سره داډول ستونزې هوارې کړی شي.

لنډه دا چې وروري فرض اوضروري ده خوځپل منځي حقوق اوحسابداري هم پکې خورا حتمي ده .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button