سرلیکنې

د افغانستان امن دې ولې د نورو د سترګو خار شي ؟!

دافغانستان څلوېښت کلنه غميزه پای ته رسېدلې، ارضي تماميت بشپړ، د هيواد د تجزيې پلان له منځه تللي، د پرديو لاسونه لنډ، دسيمې او نړۍ په کچه دافغانستان پر ضد طويل المدت پلانونه او ژورې دسيسې په نطفه کې خنثی، دافغانستان پټو او ښکاره کانونو ته دحريصانو سترګې له خاورو ډکې، د قومي، ژبنيو او مذهبي اختلافاتو او تعصبونو په اور اوبه تويې او بالاخره د هيواد امن او استقلال بې مثيله او بې مثاله وياړونه شول .

خو چې غمازان ولې زموږ پر هيواد دغه لورينې نه شي زغملی او په ډېره سپين سترګۍ له حقايقو سترګې پتوي او د خپلو له لاسه ورکړيو اغراضو دجبران لپاره بې اساسه تورونو ته دهوا ورکولو هڅه کوي ؟!!

په دې وروستيو کې يو وار بيا د دښمنو کړيو له لوري دجعلي سند دافشا کېدو تر نامه لاندې يوه دسيسه رسنيزه شوه، د داسې يو تور اوتهمت چې هېڅکله يې داثبات جرئت نشې کېدای ؛ په مطرح کولو سره استکباري قوتونو خپل حقد او د فغاسنتان له مظلوم ولس سره دايمي کينه ښکاره کړه  داپه داسې حال کې ده ، چې دافغانستان وضعيت له دغې ادعا سره چورلټ په بدل او ضد حالت کې دی، نو ښکاره خبره ده ،چې د دغسې تورونو په پورې کولو سره دافغانستان له ولس سره له هرډول دليل او علته پرته حقداوکينه پالل کېږي او د سترو قدرتونو له لوري هڅې کېږي ،چې په لوی لاس دلته بشري ناوين رامنځته شي او داقتصادي او سياسي بنديزونو ترڅنګ يې د دوی شتمني هم همداسې بې دليله کنګل کړې .

د افغانستان له مظلوم خو په خپلواکۍ مين ولس سره د دغه ډول ټولو نارواوو د ترسره کولو بله هېڅ توجيه او دليل نه شي په ګوته کېدای له دې پرته چې  دغه ولس د خپلواکۍ لپاره بې مثاله قرباني ورکړه او په نتيجه کې يې پرونيو اشغالګرو چې لا يې هم پر نړۍ د استکبار راج چليږي د دې ولس دقهر څپېړه وخوړه، نن يې دهماغو قربانيو په قيمت ترلاسه کړی امنيت، سوکالي او خپلواکۍ د دوی دسترګو خار دي او په دغه ډول خپله ماته او ناکامي پټوي .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button