اعلاميې

د افغانستان اقتصادي وضعيت په اړه د نړيوال بانک د راپور په تړاو د اسلامي امارت اعلاميه

د افغانستان اقتصادي وضعيت په اړه د نړيوال بانک له لوري د ۲۰۲۳ ميلادي کال د دسمبر مياشتې په څلورمه نېټه راپور خپور شوی، چې په کې د افغانستان اقتصادي وضعيت ته کتنه شوې ده.

د افغانستان اقتصادي وضعيت په اړه د نړيوال بانک له لوري د ۲۰۲۳ ميلادي کال د دسمبر مياشتې په څلورمه نېټه راپور خپور شوی، چې په کې د افغانستان اقتصادي وضعيت ته کتنه شوې ده. په راپور کې ويل شوي ، چې د انفلاسيون کچه د تېرو مياشتو په پرتله نوره هم ټيټه شوې ملي عوايد زيات شوي، د وارداتو په کچه کي زياتوالی راغلی د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغاني ارزښت د پام وړ پورته شوي د خوراکي او غير خوراکي توکو په بيو کې ټيټوالي راغلي په بانکي سيستم کې پرمختګ شوی او با کيفيته روغتيايي خدمتونه خلکو ته وړاندې شوي دي. د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اقتصادي معاونيت د اقتصادي وضعيت په تړاو د نړيوال بانک له لوري د خپاره شوي راپور د پورته ذکر شويو برخو ستاينه کوي، چې په واقعيتونو ولاړې دي، ځکه دا پرمختګونه يو عيني واقعيت دي، چې ياد بانک نړي ته وړاندې کړي دي. دا چې په راپور کې ويل شوي، چې د افغانستان نيمايي وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، اسلامي امارت دا ځکه ردوي، چې له تحول وروسته د هيواد په کچه لويي او متوسطې پروژې پيل شوې دي، چې لسګونو زرو کسانو ته په کې د کار زمينه برابره شوي ده او دغه راز د سوداګرۍ، صنعت کرنې او زېربنا په برخو کې په پرمختګونو سره هيوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شوي، چې له امله يې د هيوادوالو ډيري اقتصادي ستونزې هوارې شوي دي. دا چې نړيوال بنسټونه پرې سترګې پټوي، دا له واقعيت څخه لرې دي او اسلامي امارت يي نه تائيدوي. د افغانستان اسلامي امارت پر دې باور دی، چې که نړيواله ټولنه مثبت تعامل ته مخه پر بانکي سيستم او نورو برخو شته بنديزونه لري او د افغانستان کنګل شوي شتمني آزاده کړي نو افغانستان به د نورو برخو ترڅنګ په اقتصادي برخه کې په بشپړ ډول پرمختگ وکړي. دغه راز د افغانستان اسلامي امارت يو ځل بيا له ټولو نړيوالو سازمانونو څخه غواړي، چې د افغانستان په اړه نړۍ ته هغه پرمختګونه په ډاګه کړي، چې د هرې ورځې په تېرېدو سره په افغانستان کې را منځته کېږي؛ په دې سره به نړۍ د افغانستان پر واقعي وضعيت او دلته له ترسره شويو پرمختګونو څخه خبره شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button