د افغانستان اسلامي امارت په تېر يو نيم کال کې څه کړي
دا چې تير څلويښت کاله د افغانانو په جنګ،جګړو،تربګنيو،قوم پالنې او نژاد پالنې کې تېر شول هيواد مو له يو بل ډول ناورين سره مخ و، هر ځای ځانځاني وه او هر شخص به د خپل ځان پر غم مبتلا و ډيموکراسۍ او فحاشۍ عوج ته رسيدلې وې .د غلا، چور، چپاول او قتل خو چا پوښتنه هم نشوی کولی، هيواد مو پر ملوک الطوايفي حکومتونو ويشل شوی و، حال دا چې په يوه ورځ او يو وخت په يو ارګ کې دوه د رياست جمهوري لوړې وشوې. له دې ټولو ناخوالو سره سره الله رب العزت پر افغانانو رحم وکړ، د هغو يتيمانو،کونډو او بورو دعاګانې يې قبولې کړې او يو داسې واحد اسلامي نظام يې پر موږ حاکم کړ ،چې د ټولو هېوادوالو ،بلکې د نړۍ دټولو مسلمانانو هيله او آرزو وه.

که څه هم له اسلامي امارت سره د نړۍ کفارو او ورسره مل غلامانو له کرکې او عناد څخه لاس وانه خيست او هر ډول بنديزونه يې ورباندې ولګول، حال دا چې د افغانانو خپله شتمنۍ يې هم کنګل کړه، خو بيا هم اسلامي امارت پر دومره بنديزونو سربېره پر نشت امکاناتو هغه څه وکړل، چې تاريخ ليکونکي به ورته د ليکلو پر وخت حيران وي.
دلته يې يو څو بېلګې را اخلم:
لومړی- ټول هيواد د واحد اسلامي نظام تر چتر لاندې راغی او ټول چارواکي يې د يو امير په اطاعت خپلې چارې پر مخ وړي .
دوهم – په ټول هيواد کې د غلو،قاتلينو او چپاول ګرو مخه ونيول شوه.
نظامي او ملکي اداري له فساده پاکې او د رشوت اخيستو مخه ونيول شوه .
درېيم – شريعت نافذ او پر ټولو دولتي او ملکي اشخاصو شرعي حدود يو ډول جاري کېږي .
څلورم – د هيواد په سطحه اکثريت معتادين راټول او تر درملنې لاندې دي. همدارنګه له مرکز کابل او يو شمېر نورو ولايتونو څخه سوالګر راټول او مياشتنی معاش ورته چالان شو. د قوشتيپې کانال او دنورو ډېرو کانالونو چارې په ښه ډول پر مخ روانې دي .همدارنګه له قشقري کان او داسې نورو کانونو څخه د نفتو،ډبرو سکرو او قيمتي ډبرو استخراج پر پوره شفاف ډول سره ترسره کېږي افغانۍ د نړۍ په نهو غوره اسعارو کې حساب شوه. همدارنګه په مرکز کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې دبېلابېلو پروژو چاري جريان لري، چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
همداسې نور دومره ډېر پرمختګونه شوي چې په ليکلو به يې قلم ستړی شي
مسرور افغان