ټولنه او کلتور

د اطلاعتو او کلتور وزارت:کورنۍ رسنۍ هم له دولتي امتیازاتو برخمنیږي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه غزني ته د خپل سفر پرمهال د دغه ولایت له مېشتو خبریالانو سره په کتنه کې وویل، چې اسلامي امارت هڅه کوي څو د کورنيو رسنیو لپاره، له داخلي بودیجې داسې یو طرزالعمل جوړ کړي چې دوی هم له حکومتي امتیازاتو څخه برخمنې شي.

په یاده کتنه کې د غزني د خبریالانو ټولنې مشر ګلاب الدین امیري په دغه ولایت کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې شته ستونزي له ملا خیرالله خیرخواه سره شریکې کړې او اطلاعاتو ته د نه لاسرسي عامل یې په سیمه ییزو ادارو کې د مطبوعاتو په برخه کې د مسلکي کسانو نشتون یاد کړ.

ورته مهال په دغه کتنه کې د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار وویل، چې د امارت په راتګ سره غزني کې هېڅ کومې رسنۍ خپل فعالیت نه دی درولی بلکې؛ د پخوا په پرتله د رسنیو شمېر زیات شوی او د یاد ریاست او خبریالانو تر منځ پوره همغږۍ موجوده ده.

په همدې حال کې ملا خیرالله خیرخواه ژمنه وکړه چې د خبریالانو ستونزو ته به د هېواد په کچه رسېدنه کېږي او د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست به د خبریالانو دوهم کور وي.

خیرخواه زیاته کړه، چې رسنۍ په یو ټولنه کې د پله حیثیت لري او اسلامي امارت هڅه کوي څو د کورنيو رسنیو لپاره، له داخلي بودیجې داسې یو طرز العمل جوړ کړي چې دوی هم له حکومتي امتیازاتو څخه برخمن شي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وویل، چې آمریکا او غربي هېوادونه هڅه کوي د افغانستان منفی انځور نړیوالو ته وښيي، خو دغه رسنۍ کولای شي چې د هغوی د منفي تبلیغاتو په ځواب کې د افغانستان د رښتینی انځور په خپرولو سره ورکړي.

د یو بل خبر له مخی، د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه، غزني ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي حافظ محمد امین عمري سره وکتل.

د دغه کتنې پیل کې حافظ محمد امین عمري د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه ته د ښه راغلاست ترڅنګ خوښي وښوده، چې یاد ولایت ته یې د تاریخي آبداتو د ساتنې او رغونې او دغه راز د کلتوري او رسنیز فعالیت ارزونې په موخه سفر کړی دی.

ورته مهال ملا خیرالله خیرخواه په خپلو خبرو کې غزني د تمدن او فرهنګ کور وباله او د غزني تاریخ او تمدن ساتنه یې د یاد وزارت مسوولیت یاد کړ.

نوموړي همدراز زیاته کړه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت پلان کې لري چې د افغان ولس د جهادي ارزښتونو ساتنې په موخه په مرکز او ولایتونو کې موزیمونه جوړ کړي، چې په کې د تېرو دریو جهادونو شهکارۍ او د اتلانو کارنامې په تصویري، ویډیویي او صوتي بڼه وساتل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button