
د اطلاعاتو کلتور وزارت هغه پرېکړه ستایل شوې، چې د هېواد ټول ژورنالېستان پخپل ډیټابیس کې له ثبت کولو وروسته ورته د ځانګړې کارتونه ویشل کېږي.
وزارت وایي، له موږ پرته بل هېڅ ارګان حق نه لري، چې د رسنیو تخطیو کمېسیون او مطبوعاتي برخو کې لاسوهنه وکړي.
د دغه وزارت یاده پرېکړه په ټولنیزو رسنیو کې ډېره ستایل شوې، چې ژورنالېستانو ته پاملرنه کړې.
محمد جمالزاده وایي:” زه د وزارت دغه پرېکړه د ملي ګټو د ژمنتیا لپاره دغه اقدام یو ښه پیل بولم. خبریالانو او په ټوله کې دې د رسنیو کارکوونکو ته ځانګړې توجو وشي.ځکه رسنۍ د دولت مهمه قوه بلل کېږي. د رسنیو هر کارکوونکی دې ونازول شي.”
شاهد بختور، خیال خاطر او عمران جان یو نظر لري او زیاتوي:” په ټوله کې دغه پرېکړه، چې حکومت کړې غوره پرېکړه یې کړې، ځکه تر دغه پرېکړې بله ښه پرېکړه نشته، حکومت ته پکار دي، چې د ژورنالېستانو د ژوند د خوندېتوب لپاره هم لاس پکار شي. ډېری خبریالان د ځېنو پېښو قرباني کېږي، چې کورنۍ ته یې بیا هېڅ توجو نه کېږي.حکومت ته پکار دي، چې خبریالان ونازوي او داسې روزنه ورکړل شي، چې د افغانستان ښه تصویر تر نړیوالو ته ورسوي.”
خبریال اسیر مشواڼي بیا د دغه خبر په خپرولو پوښتنه کړې چې “د حکومت ياده پرېکړه څنګه ارزوئ؟”
خو ګڼو کسانو د هغه پر دغه خبر خپلې تبصرې کړې او د حکومت دغه پرېکړه یې غوره بللې، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خبریالانو لپاره یاد اقدام اخیستی.
باید وویل شي، چې په افغانستان کې د جمهوریت له ړنګېدو سره سم زیات شمېر افغان خبریالان په کور شوي او له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
پامیر وطنوال