ګزارش

د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي مرستیال:د وخت له غوښتنو سره سم د رسنیو اړتیاوې پوره کول د حکومت مسئولیت دی

د ورځپاڼو او ملي ژبو په هکله درې ورځنې سیمینار پیل شو

د ورځپاڼو او ملي ژبو په هکله درې ورځنې سیمینار پیل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معینیت د ورځپاڼو ریاست په نوښت د مطوبوعاتو او ژبو د پیاوړتیا په موخه پرون د « هیوادنۍ ورځپاڼې او ژبې، شالید، پرمختګ، ننګونې او حل لارې» تر سرلیک لاندې علمي سیمینار جوړ شو، رابلل شوې غونډې ته د یاد وزارت د دولتي ورځپاڼو رییس مولوي محمد ابراهیم نبیل وویل: دا چې ورځپاڼې د ټولو داخلي مطبوعاتو د ملاتیر دی، نو پکار ده چې حکومت یې د پیاوړتیا لپاره کار وکړي.

که مطوبوعاتو په ځانګړي ډول ورځپاڼوته پاملرنه ونه شي دا به د سبا لپاره غټه ستونزه او نه ښه کیدونکی سرخوږی وي.

هغه وویل، پکار ده چې په رسنیز او مطبوعاتي ډګر کې د پردیو له لوري خپرېدونکو شعارونو پسې لاړ نشو، ځکه چې هغوی دغه شعارونه د خپلو موخو د تر لاسه کولو لپاره کاروي.

د دولتي ورځپاڼو رییس نبیل د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «که څه هم د جمهوریت پر وخت له دومره پراخو امکاناتو او بهرنیو مرستو سره د ورځپاڼو چاپ له ۷۰۰ یا ۸۰۰ ټوکو څخه ندی اوښتی، خو د اسلامي امارت تر حاکمېدو وروسته موږ د ۱۰۰۰ ټوکو له چاپ کېدو پیل وکړ».

هغه څرګنده کړه، په ولایتونو کې ورځپاڼې او جریدې د اقتصادي بڼې او محتوا له پلوه له ستونزو سره مخ دي، ځکه خو یې بهیر ټکنی دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګي چارو مرستیال عتیق الله عزیزي په څرګندو ټکو کې وویل، په ولایتونو کې دې چاپي مطبوعات پیاوړي شي او دا د حکومت مسئولیت دی چې په رسنیز ډګر کې د پرمختګ لپاره د اوسني عصر له غوښتنو سره سم د رسنیو اړتیاوې پوره کړي.

هغه زیاته کړه، دولتي مسئولین دې له رسنیو سره د اطلاعاتو په شریکولو کې مرسته وکړي او که په دې برخه کې یوه ورځ ځنډ او خنډ راشي دا به په رسنیز ډګر کې د حکومت ناکامي وي.

د غونډې په څنډه کې د طلوع ټلوېزیون رییس ذبیح الله سادات رسنۍ په ټولنه کې د بې باورۍ د له منځه وړلو مسئولې وبللې او زیاته یې کړه، د رسنیو کارکوونکي دنده لري چې حکومت او ولس یو بل ته نژدې کړي.

ښاغلي سادات دغه راز وویل: رسنۍ چې د ولس د ویښتابه اصل دی او د عامه افکارو په جوړولو کې غوښنه ونډه لري، پر حکومت غږ وکړ، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې دې خپل مسئولیت پر ځای کړي او د رسنیو له استازو سره دې مرسته وکړي.

د کابل پوهنتون استاد نصرت حقپال د غونډې په جریان کې په افغانستان او ټوله اسلامي نړۍ کې د رسنیز بهیر خراب وضعیت ته په اشارې وویل، چې د نړۍ حاکم روایت او د عامه افکارو مدیریت د مسلمانانو له کنټروله وتلی او د غرب په لاسونو کې لوېدلی دی.

حقپال وویل: «رسنۍ او مطبوعات د نسل په روزنه کې مرکزي رول لري، که زموږ رسنۍ دا وړتیا پیدا نه کړي، دغه چاره به بیا زموږ دښمنان کوي».

د ده په خبره، حکومت دې د نظام د بقا لپاره د دولتي ورځپاڼو تر څنګ د شخصي ورځپاڼو او رسنیو ملاتړ وکړي او د کار امکانات دې ور ته برابر کړي.

هغه په څرګندو ټکو کې وویل، د دې لپاره چې نقد د سمون اصل دی، نو پکار ده، چې حاکمان د رسنیو انتقادونه ومني او اندېښنو ته یې ځوابونه ورکړي.

خو د پوهنې وزارت اداري مرستیال مولوي سبغت الله وصیل وویل، چې رسنۍ دې په داسې بڼه شته نیمګړتیاوې نقد کړي، چې  موخه یې اصلاح راوستل وي، نه د نورو مفاهیمو وړاندې کول!

د هغه په باور، په اوسني وخت کې د دولتونو او ملتونو تر منځ د مصطلحاتو جنګ روان دی، نو کورنیو رسنیو ته په کار ده تر څو داسې اصطلاحات وکاروي، چې د اوسني نظام حاکمیت او د بد به تر پوښتنې لاندې رانه شي.

د غونډې ګډونوالو په دې ټینګار وکړ، چې د ورځپاڼو تاریخي میراث دې وساتل شي که نه، خپلو تېرو لیکوالانو او مطبوعاتي شخصیتونو ته به ملامته یو.

نذیر منیب

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button