سیاست

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د باختر آژانس فعالیتونه وستایل

د اطلاعاتو او کتلور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه پرون په خپل کاري دفتر کې د باختر اژانس له رئيس مولوي ضیاءالحق حقمل سره وکتل. د باختر اژانس رئيس په دغه کتنه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ته د خپلو فعالیتونو په تړاو مالومات وړاندې کړل او همدارنګه يې یو شمېر ستونزې او وړانديزونه هم له نوموړي سره شریک کړل.

مولوي ضیاءالحق حقمل په دغه کتنه کې وویل، چې د چارو د لاښه والي او پروخت د ورځینو چارو او روانو حالاتو خبري پوښښ لپاره به هڅې لا ګړندۍ کړي.په ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په دغه کتنه کې د باختر اژانس فعالیتونه وستایل او د چارو د لاښه والي په موخه يې د یاد اژانس رئيس ته لازمې سپارښتنې وکړې.

خيرخواه همدارنګه د ستونزو د حل ډاډ او د چارو د لاښه والي په موخه يې د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې باختر خبري اژانس د اطلاعاتو او کلتور وزارت په اډانه کې فعالیت کوي، او د هېواد په ټولو ولایتونو کې د خبریالانو په درلودلو سره روانو چارو ته خبري پوښښ ورکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button