ټولنه او کلتور

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مشرتابه اداري غونډه ترسره شوه

کابل، وري ۱۳مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مشرتابه غونډه د دغه وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د وزارت معینانو، رئیسانو او مسؤلینو ګډون درلود.
په ياده غونډه کې تیري غونډې په تعقیب له اجنډا سره سم پر یوشمېر موضوعاتو بحث او لازمي پرېکړي وشوې.
غونډه کې په نشراتي او کلتوري چارو کې د تېر کال پر نیمګړتیاوو او راتلونکي کال کې د فعالیتونو پر ودې او پراختیا بحث وشو.
همدا رنګه غونډه کې د مرکز او ولایتونو د فعالیتونو د ارزونې په پار یؤه کمېټه تعین شوه، چې د مرکز او ولایتونو تېر فعالیتونه او لاسته راوړنې وارزوي.
غونډه کې د اړوند ارګانونو ترمنځ د هغې هوکړې يادونه هم وشوه، چې له مخې یې، د رسنیو په برخه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت واحد مسؤل ارګان بلل شوی، بل هیڅ ارګان ته حق نه دی ورکول شوی، چې د یاد وزارت او د رسنیزو تخطیو کمېسیون په جریان کې اچولو پرته دې د هیواد په مطبوعاتي چارو کې مستقیمًا لاسوهنه وکړي.
همدا راز پرېکړه وشوه، چې د وزارت په ډیټابیس کې د هېواد ټول خبريالان ثبت او راجستر شي او کارتونه دې ورباندې ووېشل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button