ټولنه او کلتور

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست د غزني له یوشمېر تاریخي آبداتو څخه لیدنه وکړه

 تېره ورځ د اطلاعاتو او کلتور محترم وزیر ملا خیرالله خیرخواه غزني ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د رئیس په ملتیا د غزني ولایت له یوشمېر تاریخي آبداتو څخه لیدنه وکړه، چې له جملې یې د حکیم سنائي مقبره، د بابا جي تاریخي مسجد، د غزني د بالاحصار، د بهلول ابدال مقبره، د سید محمدشریف خان تاریخي مقبره، د غزني دوه تاریخي منارونه، د سلطان ابراهیم شاه مقبره، او د سلطان سبکتګین تاریخي مقبره وه. ښاغلي وزیر له یادو تاریخي ځایونو څخه د لیدنې پرمهال وویل چې تاریخي آبدات او تاریخي آثار د ملت معنوي شتمني ده، ساتل او رغول یې د دولت او ملت ګډ مسؤلیت دی. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، د نوي کال په بودیجه کې د غزني ولایت د هغه تاریخې آبداتو رغول په پام کې نیول شوي دي، کوم چې په تېر کې له کاره لوېدلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button