ګزارش

د اطلاعاتو او فرهنگ وزير مولوي خيرالله خيرخواه هرات ته سفر

 د هرات تاريخي ګودامونه به پر سرپټي بازار او د بهرنيانو د جذب پر مرکز بدل شي

د اطلاعاتو او فرهنگ وزير مولوي خيرالله خيرخواه هرات ته تللی او هلته يې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ له رئيس مولوي احمدالله متقي سره په ګډه د دې ولايت له تاريخي ګودامونو څخه ليدنه کړې. مولوي خيرخواه ټينګار کړی، چې مرکزي حکومت دې د تاريخي ابداتو د ساتنې او بيا رغونې لپاره کوټلي ګامونه واخلي.ده دغه راز ويلي، وزارت يې د هيواد له ټولو تاريخي ابدو د ساتنې او بيا رغونې لپاره کار کوي.د اطلاعاتو او فرهنګ وزير له ګودامونو د ليدنې پر مهال زياته کړې، کولی شي چې په راتلونکي کې له دغو ودانيو څخه د نندارتونونو د جوړولو او په بېلابېلو فرهنګي برخو کې ګټه واخلي.د ده په وينا، د هيواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅه کوي، چې يادې تاريخي ودانۍ د کورنيو لاسي صنايعو د خرڅلاو لپاره په يو سرپټي بازار او د بهرنيو سيلانيانو د جذب پر

مرکز بدلې شي.ويل کېږي، چې د هرات تاريخي ګودامونه د امير عبدالرحمن خان په وخت کې د هرات ښار په زړه کې جوړ شوي دي، چې ۱۴ زره متر ه مربع مساحت لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button