ټولنه او کلتور

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین د بامیانو له لرغونو سیمو او تاریخي آبداتو لیدنه وکړه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي د بامیانو ولایت لرغونو سیمو او تاریخي آبدو څخه له نږدې ليدنه وکړه.
په دغه سفر کې چې د لرغون پوهنې رئیس ذبیح الله سادات او د تاریخي آبداتو د ساتنې او ترمیم ریاست سرپرست انجنیر محمد حسیب نسیمي یې ملتیا کوله د بامیانو ولایت غلغلې ښار، زوړ ښار، د بامیانو لویې مجسمې او نږدې مغارو، ضحاک تاريخي ښارګوټي، کاروان سرای، د یونسکو فرهنګي مرکز او بند امیر سیاحتې سیمو څخه لیدنه او د یادو لرغونو او تاریخي سیمو د وضعیت ارزونه یې وکړه. عزيزي د باميانو ولايت د ځانګړي تاريخي ارزښت لرونکی او لرغونتيا له پلوه خورا مهم وباله او زیاته یې کړه چې دولت او خلک د لرغونو سیمو او تاریخي آبداتو په ساتنه کې مهم رول لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button