سیاست او دولت

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خپل ملکيتونه تثبيتوي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  مالي، اداري او دګرځندوي معين مولوي سعدالدين سعيد، په کابل ښار کې له مدينې مارکېټ، پُل باغ عمومي راډيو سټېشن او د افغان اعلاناتو پخواني تعمير ته څېرمه ځايونو څخه چې د دغه وزارت ملکيتونه دي؛

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  مالي، اداري او دګرځندوي معين مولوي سعدالدين سعيد، په کابل ښار کې له مدينې مارکېټ، پُل باغ عمومي راډيو سټېشن او د افغان اعلاناتو پخواني تعمير ته څېرمه ځايونو څخه چې د دغه وزارت ملکيتونه دي؛ ليدنه کړې ده، چې د دې ليدنې پر مهال، د اطلاعاتو او  فرهنګ وزارت  مالي، اداري او د ګرځندوي معين او د وزارت د ملکيتونو کميټې مشر مولوي سعدالدين سعيد او اړوندو مسئولينو، د املاکو د ستونزو د حل او په يادو برخو کې د اقتصادي فعاليتونو د زياتوالي په اړه خبرې کړې دي.ويل شوي ،چې د وزارت د ملکيتونو کمېټه په پام کې لري په دغه شان اقداماتو او د خپلو ملکيتونو په تثبيت سره؛ د ملي عوايدو کچه لوړه کړي، ملي اقتصاد ته وده ورکړي؛ خصوصي سکتور پانګونې ته وهڅوي او د هېوادوالو لپاره کاري فرصتونه رامنځته کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button