
د اسلام مبارک دین سره د خلکو لېوالتیا ورځ تر بلې زیاتېږي
د جرمني په برلین کې درېیو خویندو په یو ځل د اسلام مبارک دین ومانه.
تنویر سیرت وایي:” اسلام د امن او سولې دین دی، موږ ګورو، چې د اسلام مبارک دین سره د غیرې مسلمه خلکو لېوالتیا ورځ تر بلې زیاتېږي او د اسلام مبارک دین مني، ځکه اسلام حقیقي دین دی او هر کس ته د اسلام دین پوره حقوق ورکړي دي.”
د مدهو بالا مشهور سیریال لوبغاړي (ویویان ډیسینا) وایي، څلور کاله کېږي مسلمان شوی یم، په پنځه وخته لمونځ ادا کولو مې زړه ته ډېر سکون رسېږي.
هغه زیاتوي، لومړۍ ښځې مې راڅخه طلاق اخیستی؛ خو دویم واده مې د نوران علي په نوم یوې مصرۍ خبریالې سره کړی چې اوسمهال یوه لور لرو.
امدادالله وایي:” بېشکه د اسلام دین یو کامل او پوره دین دی، چاچې دا مبارک دین منلی، هغوی ته پوره خوشالي او اطمینان حاصل شوی، ورځ تر بلې دې حقیقي دین ته د نورو دینونو خلک راځي او دا د دې ښکارندویي کوي، چې دا دین خلک مطالعه کوي، ایمان راوړي او مسلمانان کېږي.”
سبحان الله امید وایي:” جزاک الله ورځ تر بلې کافران مسلمانان کېږي، چې دا د شکر ځای دی. څوک چې دا دین په تمامه مانا مطالعه کړي بیا به هېڅکله بل دین ته غاږه کېنږدي، ځکه اسلام د امن ورورلۍ رښتینی دین دی.د الله ډېر شکر ګذار یوو، چې مسلمان یې پیدا کړې یوو او د نورو کافرانو په زړه دې رب رحم وکړي چې مسلمانان شي”
باید وویل شي، چې دا په دې څو ورځو کې څومه کورنۍ ده، چې د اسلام مبارک دین مني او مسلمانېږي.
پامیر وطنوال