دینی لیکنې

د اسلام د بریا زیری

د اسلام سپېڅلی دین د رسول الله (ص) په لاسونو چې غالب شو،نو د شرک او کفر و ېستلو سپارښتنه یې وکړه چې له جزیرة العرب څخه ووېستل شي، بیا د راشدو خلیفه ګانو په زمانه کې د اسلام لمر له عربي ټاپو څخه ووت او ان زمونږ تر هېواده راورسېد. د امویانو او عباسیانو پر مهال  تر ډېرو لرې لرې ځایونو پورې ورسېده، سِند هم فتح شو او اُمویانو په اندلس کې یو پرتمین امارت بیا خلافت جوړ کړ چې پوره اته پېړۍ یې دوام وکړ،  بیا د مسیحیانو په لاس ړنګ شو.

د اسلام سپېڅلی دین د رسول الله (ص) په لاسونو چې غالب شو،نو د شرک او کفر و ېستلو سپارښتنه یې وکړه چې له جزیرة العرب څخه ووېستل شي، بیا د راشدو خلیفه ګانو په زمانه کې د اسلام لمر له عربي ټاپو څخه ووت او ان زمونږ تر هېواده راورسېد. د امویانو او عباسیانو پر مهال  تر ډېرو لرې لرې ځایونو پورې ورسېده، سِند هم فتح شو او اُمویانو په اندلس کې یو پرتمین امارت بیا خلافت جوړ کړ چې پوره اته پېړۍ یې دوام وکړ،  بیا د مسیحیانو په لاس ړنګ شو. وروسته په اسلامۍ نړۍ کې هم خوسا ډېموکراسي راغله، پاچاهان، ولسمشران، سلاطین او صدراعظمان ډېموکراټ شول. له اسلام څخه پرته یې نور ایزمونه ومنل، ولې له نېکه مرغه چې هغه ټول ایزمونه د بشر په هوساینه او سوکالۍ کې پاتې او ناکام شول، هیچا (هیڅ ایزم) هم د بشر له پاره نېکمرغي رانه وړه، اسلام مخکې هم د بشر له پاره سعادت وربښلی و، تر ډېره پورې کافران او مشرکان له اسلامه اغېزمن وو او خپل سعادت یې په اسلام کې ګاڼه، اوس هم ډېر وګړي (کافر او مشرک) اسلام د نېکمرغۍ، هوساینې او سوکالۍ دین بولي او خپل ژوند په دې کې مصؤن شمېري.

۱ ـ لومړی به قرآني زېري واورو:

اـ د اسلام د غالبیدو او څرګندېدو لوري ته اشاره:

ژباړه:هم هغه الله جل جلاله دی چې خپل رسول (صلی الله علیه وسلم) یې له هدایت او رښتوني دین سره استولي، څو هغه پر نورو ټولو دینونو برلاسی کړي، که مشرکانو ته دا خبره هر څومره ناخوښه وي). [ توبه/۳۳].

او همداشان الله جل جلاله بل ځای وايي: (دا خلک غواړي چې په خپلو خولو سره د الله نُور (دین/رڼا) ګُل کړي، حال دا چې الله  ج د خپلې رڼا پوره کوونکی دی، که څه هم کافرانو ته دا خبره ډېره ناخوښه وي. هم هغه (الله جل جلاله) دی چې خپل رسول یې له هدایت او رښتوني دین سره ولېږه، د دې له پاره چې هغه په ټولو دینونو برلاسی کړی، که څه هم مشرکانو ته دا خبره ډېره ناخوښه وي). [صف:۸ او ۹].

په سورة فتح کې الله جل جلاله د خپل رسول ص  بري ته اشاره کوي، ژباړه: (هم هغه دی چې خپل رسول (صلی الله علیه وسلم) یې له هدایت او حق دین سره ولېږه، تر څو په ټولو دینونو یې غالب کړي. او (د دې) ګواهي ورکولو له پاره الله جل جلاله کافي دی).     [ فتح:۲۸]

(ب) ـ له مؤمنانو سره د بریا او نصرت وعده:

الله جل جلاله دا دین او دجهاد اجازه د ټولو معابدو له پاره د ساتونکي په دود معرفي کړي دي، هغه وايي: ( هغه کسان چې جنګ ورسره کولی شي، هغو ته اجازت ورکول شوی (چې هغوی په خپله له ځانه دفاع وکړي) ځکه پر هغو ظلم شوی دی او باور وکړئ چې الله جل جلاله هغو ته په بري ورکولو پوره زورور دی. دا هغه خلک دي چې یوازې په دومره خبره په ناحقه له خپلو کورونو څخه وېستل شوي، چې هغو ویل: زمونږ رب الله جل جلاله دی. او که چېرې الله جل جلاله د یوې ډلې (شر) په بلې ډلې نه دفع کولی، نو خانقاوې، کلیساوې، عبادتځایونه او مسجدونه چې په هغه کې د الله جل جلاله ذکر ډېر کیږي، ټول به نړول شوي وو. الله جل جلاله هرومرو د هغو خلکو مرسته کوي، کوم چې د هغه (د دین) ملاتړ کوي. له شکه پرته الله جل جلاله د ستر ځواک، لوی واک خاوند دی).        [ حج: ۳۹ او ۴۰].

الله جل جلاله بل ځای له مؤمنانو سره د مرستې وعده کوي:

او اې پېغمبره مونږ له تا څخه مخکې ډېر پېغمبران خپلو قومونو ته لېږلي وو، نو هغوی دوی ته له ښکاره ښکاره دلایلو سره راغلل. بیا چې کومو خلکو جرم کړی و، مونږ له هغوی څخه غچ واخیست. او زمونږ دا دنده ده چې د مؤمنانو مرسته وکړو.  (روم/۴۷).

الله عزوجل په سورة محمد کې وايي:  (اې ایمان والاو! که تاسو د الله جل جلاله (د دین) مرسته وکړئ، هغه به ستاسو مرسته وکړي او ستاسو پښې به ټينګې کړي). [محمد/۷] .

همدارنګه الله جل جلاله مؤمنانو ته اطمینان او ډاډ ورکوي، الله جل جلاله وايي:  (او زمونږ خبره له مخکې د خپلو رسولانو بنده ګانو په اړه فیصله شوې وه). [ صافات:۱۷۱]

په پورته ایاتونو کې الله جل جلاله خبر ورکړی، چې د هغه سُنت د خپلو بنده ګانو په اړه داسې دي، چې د خپلو بنده ګانو مرسته کوي، چې همدا بنده ګان د الله جل جلاله د دین مرسته وکړي او د دې له پاره منډې ترړې ووهي، که کله دا سُنت پریږدي، په هغه کې د هغه (الله جل جلاله) حکمت نغښتی، چې په هغه د انسانانو عقل نه رسیږي، نو دا له هغې قاعدې سره ټکر نه دی چې «أن النصر لمن ینصر دین الله» بېشکه بری د هغه په برخه دی چې د الله جل جلاله د دین مرسته کوي.

ج ـ الله جل جلاله له مؤمنانو سره ژمنه کړې چې هرومرو به یې د زمکې خلیفه ګان ټاکي:

الله ج وایي (له تاسو نه چې چا ایمان راوړی او نېک عملونه یې کړي دي، الله جل جلاله له هغوی سره وعده کړې چې خامخا یې په زمکه کې خپل خلیفه ګرځوي، څنګه یې چې له دوی مخکې خلک خلیفه ګان جوړ کړي وو او د هغوی له پاره به هغه دین ته هرومرو اقتدار وربښي چې د دوی له پاره یې خوښ کړي دي. او هغوی ته چې کوم ډار رسیږي، د هغه په بدله کې به هغوی ته خامخا امن (ډاډ) ورکوي. (بس) هغوی دې زما عبادت وکړي، له ما سره دې څه شی نه شریکوي. او کوم خلک چې له دې وروسته هم ناشکري کوي، نو داسې خلک نافرمانه وي).          [نور:۵۵ ].

په دې ایت کې الله جل جلاله وعده کړې او هغه له خپلې ژمنې نه ګرځي، له مؤمنانو سره یې دا ژمنه کړې چې له تاسو نه د زمکې واکمنان جوړوي او دین ته به قوت وربښي، نو له مؤمن مسلم سره له دې پورته بله کومه هیله ده!!

 د ـ د کافرانو د دسیسو لور ته اشاره کول او د هغوی هڅې نامراده پرېښودل:

دا څرګنده او روښانه ده چې ځينې مسلمانان په دې ناهیلي او مأیوس بریښي چې کافران سره له اختلافاتو د مسلمانانو په خلاف سره یو کیږي او اتفاق کوي او په دې لاره کې خورا ډېرې هڅې کوي، د مسلمانانو له عقیدې سره جنګیږي او د هغوی د ړنګولو او فاسدولو له پاره تل منډې ترړې وهي، ولې مسلمانان له هغه څخه بې پروا او غافل دي، کومې دسیسې چې کافران د دوی له پاره جوړوي او په دین پورې یې ملنډې وهي او مسلمانان د دې دسیسو ناوړه پایلې ګوري. ولې ټول کافران دا فکر کوي او په دې آند دي چې مسلمانان خپل پرتم او عظمت ته

 رسیږي، نو سخت جنګ ته اړتیا لري، چې په دې لاره کې به ډېر ووژل شي. (هو! نن مونږ ګورو چې په غزه کې د یهودو په لاس

 د غزې وګړي شهیدانیږي، ټپیانیږي او د ژوند له ټولو حقوقو بې برخې کېږي، هیڅوک هم مرسته نه ورسره کوي او برعکس مخالفت یې کوي او د هغوی  (د فلسطین وګړي) د طالبانو انتظار کوي، نه د عربو) کافران د عقیدې او د دین له اختلافاتو سره سره د یهودانو ملاتړ کوي، یو وخت هم د مسلمانانو له کوم حرکت او خوځښت څخه سترګې نه پټوي، هر څه په رڼو سترګو څاري، راشئ دا ایاتونه ولولئ:

 (او په ښار کې ۹ داسې کسان وو چې په زمکه کې یې فساد خپراوه او د اصلاح کار یې نه کولو. هغوی (په خپل منځ کې یو بل ته) وویل: راځئ ټول یوځای په الله جل جلاله قسم وکړئ، چې مونږ به په صالح علیه السلام او د هغه په کورنۍ باندې د شپې یرغل کوو، بیا به د هغه خپلوانو ته وایو چې مونږ د هغه د کورنۍ د وژنې پر مهال موجود نه وو. او باور وکړئ چې بالکل رښتوني یو. او هغوی یوه دسیسه جوړه کړه او مونږ هم یو داسې تدبیر ونیو چې هغوی خبر هم نه وو. اوس د هغو د دسیسې جوړولو انجام څه ډول شو؟ چې مونږ هغوی او د هغوی ټول قوم هلاک کړ. نو دغه د دوی کورونه دي چې د دوی د ظلم له امله ویران پراته دي. یقیناً په دې واقعه کې د هغو خلکو له پاره د عبرت وسائل شته چې له علم څخه کار اخلي).         [نمل: ۴۸ ـ ۵۲ ].

همداراز الله جل جلاله د کافرانو د دسیسو په هکله وايي: (کومو کسانو چې کفر خپل کړی، هغو خپل مالونه د دې له پاره لګوي چې خلک د الله جل جلاله له لارې منع کړي. نتیجه به دا شي، دوی چې کوم (مال)  لګوي، هغه په دوی پښېمانیتا وي او بیا دوی مغلوب هم شي. او (اخرت کې به) دا کافران جهنم ته ورغونډ کړل شي).    [ انفال: ۳۶].

 (بېشکه دا (کافر خلک) چلونه جوړوي. او زه هم تدبیر جوړوم. نو (اې پېغمبره!) ته دې کافرانو ته مهلت ورکړه، څو ورځې یې پر خپل حال پرېږده).  [طارق: ۱۵ ـ ۱۷]

(الله تعالی د کافرانو ټول چلونه او دسیسې له منځه وړي، وايي: دا خبره خو په خپل ځای، له دې پرته دا خبره هم وه، چې الله جل جلاله د کافرانو د هر یو چل کمزوری کوونکی دی). [انفال: ۱۸].

دا کافران چې د اسلام او مسلمانانو د ړنګولو او ختمولو اراده وکړي او په دې لاره کې هر څومره مالي او ځاني لګښت وکړي، الله جل جلاله دوی ته کمین نیسي، مخکې له دې چې د مسلمانانو دښمنان دي، له هغوی نه لومړی د الله جل جلاله دښمنان دي، هغه (الله جل جلاله) وايي: مؤمنانو! زما له (دښمنانو او ستاسو له دښمنانو دوستان مه نیسئ).   [ ممتحنه:۱ ].

لومړی الله جل جلاله خپل دښمنان یادوي، بیا د مسلمانانو دښمنانو بیانوي، چې ځانونه ترې ګوښه کړئ، یاري او دوستي مه ورسره کوئ. (دا ځان ته بحث دی) الله عزوجل خپل نبي صلی الله علیه وسلم ته وايي:  (ځکه دوی په اصل کې تا نه دروغجنوي، بلکې دا ظالمان د الله جل جلاله له ایاتونو څخه انکار کوي).      [انعام: ۳۳].

ساجدالله  عظمت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button