
ټولنه او کلتور
د اسلامي همکاريو سازمان په افغانستان کې د خوړو دخونديتوب پروګرام پيل کړ
د اسلامي همکاريو سازمان له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره د يوه پروګرام اعلان کړی. د اسلامي همکاريو سازمان د افغانستان ناوړه اقتصادي وضعيت ته په کتو د افغانستان د خوړو دخونديتوب پروګرام پيل کړ. د ياد شوي سازمان ددوو غړيو هيوادونو؛ ماليزيا او قزاقستان سفارتونو وړمه ورځ په يوه ګډه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، د افغانستان وضعيت سبب شو، چې د دې سازمان غړي هيوادونه د خوړو د خونديتوب يا مصئونيت پروګرام له لارې د بېړنۍ مرستې ګډې هڅې وکړي. په بيان کې وړاندې ويل شوي، د اسلامي همکارۍ سازمان د ۵۷ غړيو هيوادونو ګډ ملاتړ د افغانستان لپاره په ځانګړي ډول د دې هيواد روان بشري او سياسي – اقتصادي وضعيت ته په پام مهم دی.