سیاست او دولت

د اسلامي همکاريو د سازمان مرستيال: له افغانستان سره بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو يو

د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په بشري، کلتوري او ټولنيزو چارو کې د اسلامي همکاريو سازمان له مرستيال او د افغانستان لپاره د ياد سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي ډاکټر طارق علي بخيت او مل پلاوي سره چې د بشري حقونو، اقتصاد، ټولنيزو او د ځوانانو چارو مسئولينو هم پکې شتون درلود وکتل.

د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په بشري، کلتوري او ټولنيزو چارو کې د اسلامي همکاريو سازمان له مرستيال او د افغانستان لپاره د ياد سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي ډاکټر طارق علي بخيت او مل پلاوي سره چې د بشري حقونو، اقتصاد، ټولنيزو او د ځوانانو چارو مسئولينو هم پکې شتون درلود وکتل.حنفي په دې کتنه کې له افغانستان سره د ياد سازمان د اړيکو د پراختيا غوښتنه وکړه او هيله يې څرګنده کړه، چې دغه سازمان به د افغانستان ستونزې او واقعي انځور نړۍ ته منعکس کړي.نوموړي همدارنګه د اسلامي همکاريو سازمان سرمنشي ته افغانستان ته د سفر کولو بلنه ورکړه او زياته يې کړه، چې د اسلامي نړۍ درد او رنځ شريک دی او بايد اسلامي هيوادونه د دغو ستونزو د حل په موخه ګډې هڅې وکړي.د رياست الوزراء اداري مرستيال زياته کړه، چې افغانستان له جنګ څخه د حکومتولۍ پر لوري ګام اخلي، بناءً په بېلابېلو برخو کې د اسلامي همکاريو سازمان مرستو ته اړتيا ده او ټينګار يې وکړ ،چې د اسلامي امارت استازي دې په ګامبيا کې د دغه سازمان راتلونکې غونډې ته وروبلل شي، ترڅو د اسلامي همکاريو سازمان د مسئولينو مشورې واوري او ترڅنګ يې په افغانستان کې موجود واقعيتونه هغوی ته ورسوي.

په ورته وخت کې ډاکټر طارق علي بخيت په دې کتنه کې په ګامبيا هيواد کې د اسلامي همکاريو سازمان د راتلونکي ۱۵مې ناستې او د دغه سازمان د بهرنيو چارو د وزيرانو د غونډې په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې موږ له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو يو.
وروسته د اسلامي همکاريو سازمان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون اجرائيوي رئيسې ډاکټرې نوره الرشود د دغه سازمان د کلتوري، ټولنيزو او کورنيو چارو عمومي رئيسې آغلې امينه الحجيري او د ښځو د پراختيا سازمان اجرائيوي رئيسې آغلې افنان الشعيبي خبرې وکړې او د خپلو ارګانونو د فعاليتونو په اړه د مفصلو معلوماتو پر مهال يې وويل، چې موږ په افغانستان کې ښه پرمختګونه مشاهده کړل، دا د هغه منفي تصوير برعکس دي، چې د افغانستان په اړه په رسنيو کې منعکسېږي.
دوی ډاډ ورکړ، چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو دي.
هيره دې نه وي، چې ياد پلاوي ډاډ ورکړ، چې ټاکل شوې د اسلامي همکاريو سازمان د ترکيې هېواد له تيکاي او د اذربايجان انکشافي مؤسسو سره تړونونه لاسليک کړي، چې افغانستان به د دغو مرستو په سر کې قرار ولري او هيله يې څرګنده کړه،چې له دې لارې به په افغانستان کې لا زياتې پراختيايي پروژې ترسره شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button