سرلیکنې

د اسلامي نظام د لاټینګښت، اصلاح او بقا لپاره ملاتړي اوسئ

څرنګه چې افغان مؤمن ملت له ۴۴ کاله اوږدې مبارزې، سرښندنو، کړاوونو او بې سارې قربانۍ وروسته د نړۍ د ختیځ او لوېدیځ له خورا ځواکمنو یرغلګرو خپل هېواد را خلاص او بشپړه خپلواکي او د هېواد پر ټوله جغرافیه کاملا ملي حاکمیت ترلاسه کړ، نو دغه بریا باید چې د روانې پېړۍ له یوې سترې معجزې کمه ونه ګڼل شي

څرنګه چې افغان مؤمن ملت له ۴۴ کاله اوږدې مبارزې، سرښندنو، کړاوونو او بې سارې قربانۍ وروسته د نړۍ د ختیځ او لوېدیځ له خورا ځواکمنو یرغلګرو خپل هېواد را خلاص او بشپړه خپلواکي او د هېواد پر ټوله جغرافیه کاملا ملي حاکمیت ترلاسه کړ، نو دغه بریا باید چې د روانې پېړۍ له یوې سترې معجزې کمه ونه ګڼل شي- دا یوه داسې عظیم الشانه فتح ده چې نه یوازې د افغانانو لپاره ستر او تاریخي ویاړ دی، بلکې د ګردې اسلامي نړۍ او مسلمان امت لپاره هم سرلوړي ده- دا بېله خبره ده چې نړیوال زموږ دغې کامیابي ته تبلیغاتي پوښښ نه ورکوي، لازیاتې دا چې ناورین او فاجعه یې بولي- البته لامل یې طبعاً دلمر په څېر ښکاره او څرګند دی، یعنې د هغوی د مداخلو مخنیوی، دلته يې ماتېدل او تر سره شوې خوارۍ یې ضایع کېدل!- خو بل پلو موږ افغانان په خپلو سترګو د خپل هېواد ټول واقعیتونه په روښانه توګه وینو او باوري یو چې شکر دی هغه سورغاړی پرنګی مو له هېواد ورک شو،چې د افغانانو پرناموس، دیني او ملي ارزښتونو او مقدساتو یې ملنډې وهلې او زموږ په هر ډول شتمنیو کې یې ښکاره واکداري کوله- دا دی اوس د هېواد په ګوټ ګوټ کې هر ډول واک خپله د افغانانو په لاس دی- نه په سیاست کې څوک جبراً را باندې تپل کېږي، نه په ادارو کې پردي مشاورین او نه په قضا او محاکمو کې پردي قوانین او فرمایشات.

اوس دلته په ناحقه د هېڅ افغان سپکاوی د زغملو نه دی، ټول دیني او ملي ارزښتونه خوندي، د ناموس پت او د مقدساتو درناوی لازمي او د ملي ګټو او بیارغونې لپاره حکومت او رعیت چمتو ولاړ دی- حقیقت دادی چې زموږ لکونو ځوانانو فقط د همدې ارمان لپاره خپل سرونه ورکړل او د ملت وړو- زړو د همدې لپاره دا څلورڅلوېښت کاله پر بې شانه مصایبو ، محرومیو اوغمو نو باندې صبر و کړ- بنا پر دې اوس نو د هر افغان ایماني، ملي او وطني فریضه، مسؤلیت او مکلفیت دی چې ترلاسه شوې کامیابي د څښتن تعالی یوه ډېره لویه پېرزوینه وبولي، شکر او قدریې وکړي او د ساتنې او دوام لپاره یې شپه ورځ داسې بیدار او حساس اوسي لکه په کومه غلګنه سیمه کې چې سړی پر خپلو جیبونو پام کوي- په دې توګه دا مهال د افغانانو لپاره له ټولو غوره جهاد بس همدا دی چې دخپل موجوده اسلامي نظام د لاټینګښت، اصلاح او بقا لپاره ملاتړي اوسي- خو دا حقیقت هم پرخپل ځای چې په دې هکله تر عوامو د حکومت او خواصو ذمه واري څو برابره زیاته ده- مطلب دا چې که مشران چارواکي په رښتیني ډول خپلې مبارزې د خدای(ج) د رضا لپاره بولي،نو په کار ده چې نفسي غوښتنې، هو سپالنې، مادي ګټې، شهرت موندل او نور امتیازات ترلاسه کول یومخ له زړه وباسي، ځکه د دې نظام ساتنه داسې نه کېږي چې یوازې د مخالفینو خولې او لاسونه ور وتړل شي او سزا ګانې ورکړل شي، بلکې حقیقي ساتنه یې په دې ډول ممکنه ده چې په مسؤلینو کې ایمانداري، اخلاص، خواخوږي او د خدمت جذبه موجوده وي- ځکه په دې کې هېڅ شک نشته چې که مشرانو کې یاد صفات شتون ولري نو بیا الهي نصرت حتمي دی- دا نصرت بیا د عوامي اطاعت او ملاتړ په شکل را څرګندېږي او ګردو سرکاري مامورینو کې د مشرانو په څېر د اخلاص، ایثار او جدیت احساس را ژوندی کوي- په دې اساس لازمه ده چې هر با احساسه مؤمن افغان او په تېره لویان مسؤلین همېشه دې ته متوجه وي،چې اوس د لوی او قادر خدای په خورا ستر ازمیښت کې راغلي نو خدای(ج) دې نه کړي چې د شیطان په لمسون د فاني امتیازاتو، چوکیو، موتړو او پیسو ګټلو په شوق کې یې ټولې پخوانۍ هلې ځلې، کړاوونه او مجاهدې هم په خړو اوبو لاهو، راتلونکی اخروي او ابدي ژوند یې هم برباد او ډېر ژر یې دلته هم د واکمنۍ موجوده دوران بالاخره په شرمندګۍ او بدنامۍ پای ته ورسېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button