سرلیکنې

د اسلامي شعايرو پرلپسې سپکاوی او د اسلامي نړۍ مسئولیت؟

د اسلام له پيل څخه کافران او ملګري يې له دغه حق دين سره دښمني لري او په دې برخه کې يې په مسلسل ډول له اخلاقي اصولو سرغړونې هم کړي دي. هغه مهال چې د اسلام ستر پېغمبر په مکه مکرمه کې خلک د الله تعالی توحيد او نېکو خويونو ته بلل او له ګناهونو او بدو خويونو يې ايسارول، کافرانو د بشريت د ستر لارښود او اسلامي شعايرو سپکاوی کاوه.

پېغمبر ته به يې (العياذبالله) د کوډګر، لېوني او شاعر لقبونه ورکول او دغه راز يې قرانکريم هم د کوډو، شعر او له ځانه د جوړ شوي کلام په نومونو ياداوه. د اوس زمانې کافران هم د خپلو پلرونو پر پله روان دي او د ټولو اخلاقي اصولو او اقدارو خلاف د نړۍ د دوه مليارده اوسېدونکو عقېدې او مقدساتو ته سپکاوی کوي.

دغه لړۍ په دې وروستيو څوکلونو کې چټکه شوې ده، څه موده وړاندې په ډنمارک، فرانسه او په وروستي ځل په سويډن کې د اسلامي شعايرو سپکاوی وشو. که څه هم دغه ډول ناوړه کړنې د اسلامي دعوت د پراخېدو مخه نشي نيولی او نه هم پرې اسلام او مسلمانانو ته کوم زيان رسيږي؛ خو د نړۍ د شاوخوا دوه مليارده مسلمانانو احساسات راپاروي او په لوی لاس نفرتونو ته هوا ورکوي.

ملګري ملتونه، نړيوال بشري سازمانونه او په ځانګړي ډول اسلامي نړۍ بايد د دغه ډول کړنو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نشي، له ډيپلوماتيکو لارو پر غندنې سربيره بايد عملي اقدامات هم وشي، له دغو هيوادونو سره هر ډول اړيکې دې وځنډول شي، د هغوی مصنوعات دې تحريم شي او له دې لارې دې د اسلامي شعايرو د سپکاوي مخنيوی وشي.

له بده مرغه چې په پرلپسې ډول د دغو جرمونو او ناوړه کړنو پر تکرار سربيره هم نړيوالو سازمانونو او اسلامي نړۍ کوم داسې ګام پورته نه کړ، چې په راتلونکې کې ددغه ډول پېښو مخه ونيسي. اوس چې الحمدلله په افغانستان کې يو خپلواک اسلامي نظام حاکم دی، په سويډن کې د قرانکريم د سپکاوي په غبرګون کې يې په ټول هيواد کې تر هغه پورې د سويډن هر ډول فعاليت ځنډولی، تر څو دغه هيواد له مسلمانانو بښنه نه وي غوښتې.

په دې هکله د افغانستان د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې تر څو د سويډن هيواد  په رسمي ډول د قرانکريم د سپکاوي له امله له ټولو مسلمانانو بښنه نه وي غوښتې، په افغانستان کې د دغه هيواد هر ډول فعاليت ځنډول شوی دی. مجاهد زياته کړې، چې اسلامي امارت له نورې اسلامي نړۍ څخه هم د ورته اقدام غوښتنه کوي، تر څو په راتلونکي کې له دغه ډول کړنو مخنيوی وشي.

رښتيا هم که ټوله اسلامي نړۍ له دغسې هيوادونو سره هر ډول اړيکې وشلوي او مصنوعات يې تحريم کړي، په څو ورځو کې پر دغو هيوادونو پراخ سياسي او اقتصادي فشارونه وارديږي او دغه هيوادونه اړ کيږي، چې په رسمي ډول له ټولو مسلمانانو ددغه ناوړه عمل بښنه وغواړي او په راتلونکې کې د دغه ډول کړنو د مخنيوي لپاره لاس په کار شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button