مقالې او تبصرې

د اسلامي امارت ډیپلوماټیک پرمختګ که د امریکا سیاسي ماته !

د امریکا پخواني تاریخ ته نه ورګرځو،بلکې تېرو دوو لسیزو ته یو سر ورښکاره کوو.د ناټو د چتر لاندې ګڼو هېوادونو په افغانستان کې انسانان خو لا پرېږده،چې له حیواناتو سره یي هم داسې ظلمونه وکړل،چې تاریخونه پرې شرمیږي.

د امریکا پخواني تاریخ ته نه ورګرځو،بلکې تېرو دوو لسیزو ته یو سر ورښکاره کوو.د ناټو د چتر لاندې ګڼو هېوادونو په افغانستان کې انسانان خو لا پرېږده،چې له حیواناتو سره یي هم داسې ظلمونه وکړل،چې تاریخونه پرې شرمیږي.

امریکا د خپلو متحدینو په ملاتړ د یوې سیاسي لوبې او افغان وژنې لپاره افغانستان ته راغله خو د افغانانو قوي آرادې او پراخو قربانیو په ملاتړ بېرته ماته رخصت شوه. امریکا نه یوازې په افغانستان کې له سترې ماتې سره مخ شوې بلکې تاریخونه یې په ماتو او بې شرمیو لیکل شوي دي.

د امریکا او متحدینو هر اړخیزو فشارونو سره سره بیا هم په وروستیو کې د نورو برخو ترڅنګ اسلامي امارت له ګڼو هېوادونو سره خپلې اړیکې پالي. د امریکا په بلنه افغانستان ته راغلي او بېرته د امریکایي ناولو ځواکونو په قدم تللي یو شمېر بهر مېشتي تش په نوم افغان سیاستوال په ډېرې بې شرمۍ سره د هېواد په روانو حالاتو نیوکې کوي،هغه څه چې ټولو ناخوالو ته همدوی زمینه برابره کړې وه.

که د څو شیېبو لپاره په خپل ګرېوان کې سر ښکته کړو او په دې فکر وکړو،چې په افغانستان کې روان حالات د چا د ناوړه سیاستونو پایله ده انشاء الله چې قناعت به مو حاصل شي. په تېر کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نه بلکې د برهان الدین د کورنۍ د بهرنیو چارو وزارت وه.هغه داچې کله به بهر ته د برهان الدین رباني د کورنۍ اړتیا پیدا شوه،بیا به په ټوله معنا سره په ډېرې بې سترګۍ سره د بهرنیو چارو وزارت امکاناتو نه کار اخستل کېده. د تېر تش په نوم جمهوري دولت ډېری ادارې همدا ډول وې.راګرځو دیپلوماټیک پرمختګ او د امریکا یوازېتوب ته!

په څه باندې دوه کلن مزل کې سرپرست حکومت له شک پرته د هېواد په ټولو برخو کې بدلون راوست؛چې یوه یي هم له هېوادونو سره ډیپلوماټیک پرمختګ دی.

امریکا په ټوله معنا سره په دغه موده کې هڅه وکړه،چې له هېوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو د پراختیا مخه ډب کړي خو شته چارواکو یي پر وړاندې ښکارنده ګامونه پورته کړل. مونږ له ټولې نړۍ سره ښې او د باور وړ اړیکې غواړو.

دا د هغو خبرو یوه ده،چې په ډېری مجلسونو کې یې د اسلامي امارت مشران کوي.له افغانستان څخه د امریکا د تېښتې په درشل کې سپېنې ماڼۍ فکر کاوه،چې د دوی د ناوړه ځواکونو له وتلو سره به هرڅه پای ومومي،خو د امریکا له لوري میدان ته غورځول شوی سیاسي توپ د اسلامي امارت شوټ کولو ته برابر شوی دی.

له شک پرته اوسمهال په سیمه کې د امریکا استخباراتې او سیاسي باور د نړېدلي کمر په څېر دی او د سیمې هېوادونه هم پرې باور نه شي کولی.

په سیمه کې د امریکا غیرمتوازن او کاواکه سیاسي لوبې هېوادونه خوا بدي کړي او ان ډېری وخت یي پر وړاندې مرچلونه هم نېسي.

د هېوادونو سیاسي لید لورو په اړه وخت ناوخت کانګریس کې د نظر اختلافات په سم انډوخر بدل شي او د یو بل له رازونو څخه پرده پورته کوي.له شک پرته د کانګریس د څلورو دېوالونو په اډانه کې ناست ګنهګاران یو هم د بښلو وړ ندي خو له دې سره سره بیا هم دیموکراتان او جمهوري غوښتنونکي په ډېرو مسایلو کې سره یوه خوله نه دي. همدې تېت او پاشلي سیاست یې اسلامي امارت هڅوونکی او غښتلی کړ تر څو خپلې اړیکې پراخې او ډیپلوماټیک شتون وځلوي. هر کله چې په ځینو هېوادونو کې اسلامي امارت ته سیاسي استازولۍ سپارل کیږي ، یا هم د چین،روسیې او د سیمې نورو هېوادونو مشران کابل ته سفر کوي، همغه ګړۍ په سپېنه ماڼۍ کې د ګنهګارانو فکري توازن ګډوډ شي. په لویه کچه؛ له روسیې سره د اوکراین او فلسطین پر وړاندې د صیهونيستې اسرایلي رژیم څخه د امریکا ملاتړ او شعارونه نور کانګریس او امریکایي وګړي سخت ځپلي دي او امریکایان نور نه غواړي چې سرمایې د نورو په جګړو کې مصرف کړل شي. همدېته په پام سره امریکا کې را روانې ولسمشریزې ټاکنې هغه ستره اندېښنه ده،چې زیات شمېر مشران یي ورخطا کړي دي.د سپېنې ماڼۍ بې شعوره او کاواکه مشران تل د نورو په جنګولو کې خپلې ګټې لټوي خو د اوکراین او فلسطین جګړې ګواښمن کړي دي.

د امریکایي بې ثباته چارواکو ناوړه سیاستونو خپل ولس پرځان ډېر بې باوره کړی او تر دې چې په دې هېواد کې د جګړو ودرېدو په موخه لارېونونه وشول،په کلېسا کې جوړه شوې غونډه کې بایډن ته د خبرو وخت ور نه کړل شو او ان په سیاسي مجالسو کې په لویه کچه امریکایانو خپل غږ پورته کړ او د خپلو مشرانو یې د جګړو ودرېدو غوښتنه کړې ده.

دې ټولو مواردو ته په پام سره اسلامي امارت په څه باندې دوو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي،چې ښه بېلګه یي سیاسي پرمختګ دی. دا منو چې امریکا یو خپلواک او پرمختللی افغانستان نه شي زغملی او ان له افغانستان سره د هېوادونو اړیکې او راکړه ورکړه هم پرې ښه نه لګیږي.

سرپرست حکومت ته په کار ده،چې په روانو حالاتو کې د امریکا د منفې ټکو څخه په استفادې سره له ټولو هېوادونو سره اړیکې پراخې او باور جوړونې لپاره کار وکړي.

د امریکا څخه د غچ اخستنې لپاره پکار ده،چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې له روسیې او چین سره خپلې اړیکې لا پراخې کړو،تر څو د اسلامي امارت د رسمیت پیژندنې لپاره امریکا او ملاتړي یې اوږه ښکته کړي.

صفي الله منطق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button