سیاست او دولتمقالې او تبصرې

د اسلامي امارت پاليسۍ د آمرانه چلند اجازه نه ور كوي !!

ښه به وي د موضوع سر چينه مې د مشرتابه هغه وينا وي چې وايي: « كوښښ كوئ چې د زور پر ځای د تشويق، ترغيب او نېكو اخلاقو له لارې خلك دين او اسلامي اخلاقو(چې د اسلامي امارت پاليسۍ پرې ولاړې دي) ته را وبولئ، د زور له لارې خلك مقابله درسره كوي، خو په تشويق سره ملگرتيا او اخلاص درسره كوي.» دغه زور چې مشرتابه يې يادوي؛ د آمرانه چلند زېږنده وي او تشويق، ترغيب او نېك اخلاق بيا د نورو له منځه د يو عادي وگړي

ښه به وي د موضوع سر چينه مې د مشرتابه هغه وينا وي چې وايي: « كوښښ كوئ چې د زور پر ځای د تشويق، ترغيب او نېكو اخلاقو له لارې خلك دين او اسلامي اخلاقو(چې د اسلامي امارت پاليسۍ پرې ولاړې دي) ته را وبولئ، د زور له لارې خلك مقابله درسره كوي، خو په تشويق سره ملگرتيا او اخلاص درسره كوي.» دغه زور چې مشرتابه يې يادوي؛ د آمرانه چلند زېږنده وي او تشويق، ترغيب او نېك اخلاق بيا د نورو له منځه د يو عادي وگړي په توگه د خير خواهۍ او نېكې لارښوونې په انداز چلند څخه سرچينه اخلي. د دې مصداق او ريښتونی تمثيل بيا شخصاً زما ليدلې يوه كيسه را اخلم چې د مشرتابه له دغې وينا ايله څو ورځې وړاندې پېښه شوې وه. كندهار ښار كې پر افغانيو د كالدارو اړولو پسې له يو ملگري سره د صرافيو ماركېټ ته لاړم. ترڅو د اسلامي امارت د اړوندو پاليسيو تطبيق، ورسره همكاري او اطاعت وي. هلته پرته له دې چې د ماركېټ يو او بل څنگ ته تازه امنيتي څوكيو ته مو پام شي؛ ور ننوتو، خو په ملگري ناوخته شوه، پر يو بل پلان مو پام او تبادله بلې ورځې ته وځنډېده. له راوتلو سره ملگری خپل كار ځای ته روان شو او پيسې يې ماته وسپارلې، خو لاهم مو امنيتي څوكيو او ور كړل شوي رول ته پام نه و. لږ ترې تېر شوی وم چې يو تن امنيتي مجاهد د ستړې مشې لاس را كړ او د پيسو يې وپوښتل. سبا ورځې ته مې د تبادلې د ځنډ ورته وويل او هاخوا يو بل راغږ كړل. ورغلم او هغه هم وپوښتلم، ما مې خبره ورته تكرار كړه، خو هغه په جديت او آمرانه شور وويل د كالدارو اجازه نشته، تبادله يې كړه.

په خوندوره مسكا مې ورته وويل چې پیسې زما نه دي، څښتن يې همدا اوس روان شو، فلان ارگان كې كار كوي او دا يې شمېره ده چې اړيكه ورسره ونيسئ. هغه چې له پوهې بې برخې او لنگوټه يې د۲۰۲۱ منسوبينو په څېر تړلې وه؛ پر انكار سربېره يې وويل: هغه پرېږده او…زما نرمۍ او د ملايۍ له لنگوټې او كاليو په خورا بې پروايۍ يې سمدستي وويل: موټر ته يې پورته كړئ. په مسكا او د لاس په اشاره مې ورته كړه: تاسې ده ته گورئ ! او… ملگري سره مې اړيكه ونيوه، خو هغه هم د تبادلې راته وويل او له وړاندې مو لا يو صرافۍ وال سره خبره هم كړې وه. لنډه دا چې يواځې د۲۰۲۱ساخت دغه امنيتي آمرانه انداز او د زور په ژبه يوې خبرې يې ور سره مقابلې او زور ته اړ كړو او كه بې گټې كار، له موخې سره ټكر او له حيثيته مو ټيټ نه وای، زور مو كاوه او كولی مو شول پیسې هماغسې له ماركېټ څخه بېرته ولېږدوو. له دې پېښې څو ورځې وروسته ورسره په ناڅاپې ډول د مشرتابه دغه وينا ماته ډېره جالبه او لكه چې هغه د صحنې شاهد و. په هر رنگ؛ مشر ملاصاحب، شهيد منصور صاحب رحمهمالله، اخند زاده صاحب حفظه الله او ځينې نورو مشرانو هم پر خپل وار او بيا بيا ځلې په بېلابېلو ټكو له ولسي وگړو سره او د مجاهدينو تر خپل منځ د خواخوږۍ، ورورۍ او له صميميته پر ډك او داسې چلند ټينگار كړی دی او كوي يې چې په آمرانه انداز او موډ كې نه، بلكې د مقابل لوري له منځه او د هغه د څنگ نږدې خواخوږي او همسنگره ملگري په توگه د هغه د متوجه كولو، پاملرنې، خواخوږۍ او هڅونې پر انداز وي.

مشرتابه په دغې وينا كې د دې يوه اساسي موخه څرگنده ښودلې چې داسې نه په حكومتولۍ او اداره كې د زور له لارې مو له خلكو سره تقابل را شي، بلكې د تشويق، ترغيب او ښو اخلاقو له لارې پر خوښۍ او لېوالتيا راسره لاره يوسي. له دې پرته انساني فطرت، ديني لارښوونې او شرعي اصول هم له موږ دغه غوښتنه لري، د افغانانو د سلگونو میلياردونو ډالرو مالي او ميليونونو د سر قربانۍ، له هرې ممكنې لارې يې د جهاد او هجرت پالنې او په ځانگړې توګه لومړی يې له هجرت سره دلته ټولې شتمنۍ او انرژۍ له لاسه ور كول او بيا اوس يې له بېرته را ستنېدنې سره يو ځل بيا هم يې د هجرت ديار او كوربه هېوادونو كې ټولې ستړې ستومانۍ او د سلگونه ميليارده ډالرو په ارزښت هستوگنځي، ځمكې، كاروبارونه او هستې بشپړ تاوانېدل هم هغوی ته د بشپړې ورورۍ او خواخوږۍ لاس او احساس ور كول راڅخه غواړي، پر دې سربېره يې لاهم رښتونی ملي او جهادي احساس او تر څنگ مو د كلك درېدو غښتلی هوډ يې هم له موږ دغه غوښتنه لري او په گډه د ټولو پر وړاندې د هرې ورځې ازمايښتي سياسي او نورو پرونيو، نننيو او سبانيو حالاتو او تحولاتو، راتلونكي نامالوم برخليك او احتمالي گواښونو او ستونزو سره په مقابله كې مو د ټولو يو بدن، يو غږ او د يو جهاد پاله او شهيد پروره مېړني يوموټي ولس په توگه همغږي او گډې هڅې راڅخه غواړي چې همدا تشويق، ترغيب، ښه اخلاق او د زور له لارې او ژبې له كارولو په كلكه ډډه كول يې يواځينۍ لاره ده.

د يادو او يو شمېر نورو موخو پر دغه فورمول چې د ژوند په ټولو برخو او په ځانگړې توګه له نورو وگړو سره عادي چلند را ښيي او له آمرانه چلنده مو په كلكه منع كوي؛ لومړی د شريعت له خوا مشرتابه پرې مأمور او د عملي كولو يې مسئول دی، ورپسې ترې راښكته يو په بل پسې مشران يې مسئول دي او بيا د نظام تر يو عادي مجاهد او د ولس هر وگړی پورې ټول مسئول او مكلف دي چې خپل او هم د ترلاس لاندې مجاهدينو او وگړو دوه اړخيز كړه وړه تر بشپړې پاملرنې لاندې ولري او له همدې امله لكه چې ومو ويل مرحوم ملاصاحب، شهيد منصور صاحب، أخوندزاده صاحب او ډېرو نورو مشرانو په دې اړه د خپل مسئوليت له مخې په بېلابېلو ټكو لارښوونې كړې او پرې په ځلونو واره يې ټينگار هم كړی دی. ترڅو په قطعي او غوڅ ډول ټولوته خپل دا دريځ چې د اسلامي امارت پاليسۍ او سياستونه د آمرانه چلند اجازه نه ور كوي او نه به يې ور كړي؛ روښانه كړي، ترې بيا بيا يادونه وكړي او ټولو د نظام منسوبينو او ولسي وگړو ته يې بشپړ پوهاوی ور كړي.

محسن سعود

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button