سیاست

د اسلامي امارت ویاند:هیچاته اجازه نشته چې آن یو میل وسله هم قاچاق او یا وپلوري

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو پاتي شوي تجهیزات د پلورلو ادعاوې په کلکه ردوي.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو پاتي شوي تجهیزات د پلورلو ادعاوې په کلکه ردوي.

ښاغلی مجاهد پرون په یوه لړ تویتونه کې وویل چې «په امریکا کې د ځینو کړیو ادعا چې ګنې اسلامي امارت هغه وسلې او تجهیزات چې په  افغانستان کې له امریکایي ځواکونو پاتي شوي، پر نورو جهتونو پلورلي دي، حقیقت نلري او موږ یې په کلکه ردوو».

د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې ده: واقعیت دادی، چې د بهرنیو ځواکونو له اخراجیدو او د اسلامي امارت له بشپړ حاکمیت وروسته ټولې وسلې، تجهیزات او وسائط د هیواد په ډیپوګانو او ذخائرو کې محفوظ شوي او هیچاته اجازه نشته چې آن یو میل وسله هم قاچاق او یا وپلوري.

دا ډول پروپاګند د هغو تنش طلبه او مغرضو کړیو دسیسه ده چې په افغانستان کې روان ثبات او کنترول نشي زغملای او په ړواندې یې پروپاګند کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button