
اعلاميې
د اسلامي امارت ویاند:د القاعدې تنظیم اوس په افغانستان کې هېڅ شتون نه لري
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هغه راپور رد کړ، چې په کې له القاعده سره د اسلامي امارت د اړیکو لرلو ادعا شوې وه. مجاهد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د امنیت شورا هغه راپور حقیقت نه لري چې په کې ادعا شوې اسلامي امارت له القاعدې سره اړیکې لري. مجاهد زیاته کړې، چې د القاعدې تنظیم اوس په افغانستان کې هېڅ ډول شتون نه لري، په دې اړه راپورونه ناسم دي. نوموړي ویلي، چې اسلامي امارت هېچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد د امنیت په ضد وکاروي.