ټولنه او کلتور

د اسلامي امارت له حاکميت وروسته له دوو ميليونو زيات کډوال هيواد ته راستانه شوي

 د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزير الحاج خليل الرحمن حقاني له ملي تلوېزيون سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، چې د اسلامي امارت له حاکميت وروسته له دوو ميليونو زيات کډوال هيواد ته راستانه شوي.

 د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزير الحاج خليل الرحمن حقاني له ملي تلوېزيون سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، چې د اسلامي امارت له حاکميت وروسته له دوو ميليونو زيات کډوال هيواد ته راستانه شوي.

دغه‌راز د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د جبري ايستلو له پرېکړې وروسته نږدې ۵۰۰ زره افغان کډوال له دې هيواد څخه افغانستان ته راستانه شوي.د دې تر څنګ د اسلام کلا بندر له لارې له ۴۰۰ زره زيات افغان کډوال هيواد ته راستانه شوي دي.نوموړی زياتوي، چې اسلامي امارت هيواد ته راتلونکو کډوالو ته بشپړ چمتووالي لري، خو له ګاونډيو هيوادونو يې غوښتي، چې د سخت ژمي له امله دې تر راتلونکي پسرلي پورې د کډوالو ايستل ودروي.د ښاغلي حقاني په وينا؛ کډوالو ته يې د سرپنا او کار د زمينې برابرولو تر څنګ له يو شمېر خصوصي پوهنتونونو سره هوکړه کړې، تر څو په وړيا ډول د تحصيل زمينه ورته برابره کړي.له دې وړاندې هم د افغانستان اسلامي امارت ويلي وو، چې د کاري زمينې برابرولو تر څنګ د هيواد په ټولو ولايتونو کې ۲۰۰ زره نومرې ځمکه پر راستنو شويو کډوالو وېشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button