مقالې او تبصرې

د اسلامي امارت رسميت پېژندنه او ولسي مشروعيت !

 *د دولت او حکومت د رسميت پېژندلو شرايط څه دي؟

په دې ليکنه کې په لنډه توګه؛ پر لاندې موضوعاتو بحث کوو:

 *د دولت او حکومت د رسميت پېژندلو شرايط څه دي؟

 *اسلامي امارت ولې په رسميت نه پېژندل کېږي؟

* د يو نظام لپاره رسميت مهم دی، که ولسي مشروعيت؟

* اسلامي امارت او ولسي مشروعيت؟

* پايله

د دولت او حکومت د رسميت پېژندلو شرايط:

په نړيوال نظام کې د يو دولت (هېواد) د رسميت پېژندلو لپاره يو څه شرايط شته، مثلاً ځمکنۍ بشپړتيا، ولس يا رعيت، حاکميت او استقلال درلودل. دا شرايط چې څوک پوره کړي، نو هغه د يو هېواد يا دولت په نوم يادېږي. طبعاً په نړۍ کې ټول هېوادونه پر دغو شرايطو برابر دي، ټول خپل ځمکنی ملکيت لري، رعيت لري، يوه ډله حاکميت پرې کوي او تر يوه حده ازادي هم لري.

اوس پوښتنه دا ده، چې دا شرايط،خو ټولو هېوادونو پوره کړي، نو بيا ولې ځينې يې د نړيوالو له خوا په رسميت پېژندل کېږي او ځينې نه؟

ځواب دا دی، چې د دولت په توګه په رسميت پېژندلو کې هيڅ ستونزه نشته، دا شرايط چې هر چا پوره کړل، هغه يو دولت او هېواد دی.

پاتې شوه، د هغوی د سياسي حاکميت (حکومت) په رسمېت پېژندل، نو هغه هېڅ شرايط نه لري. د حکومتونو په رسميت پېژندل مطلق يو سياسي عمل دی، هر څوک د خپلو سياسي، اقتصادي او ستراتيژيکو ګټو پر اساس د بل هېواد د حکومت په رسميت پېژندلو او نه پېژندلو فيصله کوي. په دې اړه هيڅ نړيوال قانون نشته، هر هېواد خپلو ګټو ته ګوري او هماغه شان فيصله کوي.

اسلامي امارت ولې په رسميت نه پېژندل کيږي؟

اوس نړۍ مطلق د زورورو په واک کې ده او هغوی د خپلو شخصي ګټو په خاطر؛ د حقوقو تر نامه لاندې يو څو تش په نامه ادارې جوړې کړې او يو څه اصول يې اعلان کړي، نو دوی ظاهراً هغه اصول پلمه کوي او په نوره نړۍ خپل زور او حاکميت چلوي.

نو همدغو بهانو ته په کتو، تر څو چې د نړۍ هغه لویان او زور واکي يو حکومت په رسميت ونه پېژني، کمزوري او دويمه، دريمه درجه هېوادونه هم نه شي کولای، چې د دوی له اجازې پرته هغه حکومت په رسميت وپېژني. اوس به راشو، د افغانستان موضوع ته، چې ټولې نړۍ د يو دولت په توګه په رسميت پېژندلی، دغه راز؛ کله چې امريکا يرغل وکړ او دلته يې د جمهوريت تر نامه لاندې يوه اداره رامنځ ته کړه، نو هغه اداره هم ټولې نړۍ د حکومت په توګه په رسميت وپېژندله، ځکه چې د امريکا له خوا جوړه شوې وه، نو نړۍ کې داسې څوک نه ؤ، چې د امريکا مخالفت وکولای شي،خو اوس چې امريکايي يرغلګرو مات شول، جمهوريت يې سقوط او پر ټول هېواد اسلامي امارت حاکم شو، نو زموږ نوی حکومت تر اوسه هيچا په رسميت نه دی پېژندلی. دا چې ولې اسلامي امارت د حکومت په توګه په رسميت نه پېژندل کېږي؟ ځواب يې دا دی، چې کمزوري هېوادونه د زورورو هېوادونو اجازې ته معطل دي او زورور هېوادونه مو ځکه په رسميت نه پېژني، چې اکثريت زورور يې د امريکا تر مشرۍ لاندې په يرغل کې شامل وو، نو ټولو د اسلامي امارت له لاسه شرموونکې ماتې خوړلې، ځکه خو نه شي کولای، چې دومره ژر مو په رسميت وپېژني، کنه دا به د هغوی لپاره يو بل پېغور وي.

هسې خو تقريباً ټولې نړۍ له امريکا سره په يرغل کې برخه واخيسته، چا يې مستقيم ملاتړ وکړ او چا غير مستقيم. هيڅ داسې هېواد پاتې نه شو، چې هغه د امريکا د دې ظلم مخالفت وکړي. مګر هغه هېوادونه چې مستقيماً له امريکا سره په يرغل کې شريک وو، هغوی څخه دومره ژر د رسميت پېژندلو تمه بې ځايه ده، دا د هغوی لپاره حيثيتي مسئله ده، هغوی بايد معذور وګڼو.

پاتې شول هغه هېوادونه، چې مستقيماً يرغل کې نه ؤ ښکېل، نو هغوی عملاً اسلامي امارت د حکومت په توګه په رسميت پېژندلی، خو د امريکا په غوښتنه رسمي اعلان نه شي کولای.

وګورئ، عملاً په چين، روسيه، پاکستان، ترکيه، سعودي، متحده عربي اماراتو، قطر، شمالي ګاونډيانو او ځينو نورو هېوادونو کې سفارتونه او قونسلګرۍ د اسلامي امارت په کنټرول کې دي، چين رسماً خپل سفير افغانستان ته راولېږه او د رسمي مراسمو په ترڅ کې يې رئيس الوزراء ته خپل باورليک وړاندې کړ او د هغه له خوا ومنل شو،نو دا چې رسميت نه دی، نو څه دی!؟ ايا له يو رسمي حکومت پرته، کومې ډلې سره څوک داسې برخورد کوي!؟

د يو نظام لپاره رسميت مهم دی، که ولسي مشروعيت؟

هسې خو د يو نظام لپاره رسميت پېژندنه او ولسي مشروعيت دواړه پر خپل ځای مهم دي، مګر که د پرتلې په نظر ورته وګورو، نو تر رسميت پېژندنې ولسي مشروعيت مهم دی، بلکې له ولسي مشروعيت پرته، هېڅ نظام دوام نه شي کولای، مګر له رسميت پېژندلو پرته نظام دوام کوي، خو مشکلاتو سره به مخ وي.

تاريخ ګواه دی، هغه نظامونه چې د ولس د ارادې خلاف وي، ولسي ملاتړ ونه لري، د هغه ولس ديني او ملي ارزښتونه پکي پايمال شي او عموماً ولس ترې ناراضه وي، نو د هغو نظامونو سقوط بالکل حتمي دی، اګر که ډېر زورور هم وي، يا يې تر شا قوي خارجي ملاتړ هم موجود وي. مګر هغه نظام، چې د ولس حقوق په کې خوندي وي، ديني او ملي ارزښتونه يې خوندي وي، عدالت په کې قائم وي او ولس ترې راضي وي، نو عموماً هغه نظام پايښت مومي.

اسلامي امارت او ولسي مشروعيت:

کله چې شوروي ځواکونه له هېواده ووتل او څو کاله وروسته د هغوی کمونيست رژيم هم نسکور شو، نو جهادي تنظيمونو په خپلو کې د واک پر سر جګړې پيل کړې، تر دې چې په هر کلي او هره ولسوالۍ کې هر قومندان ځان مستقل واکمن ګاڼه، جهادي ډلو خپل حيثيت له لاسه ورکړ، ټول رښتيني مجاهد پر کورونو کېناستل او ميدان غلو او ډاکوانو ته خوشې شو، نه د خلکو سر په امن ؤ، نه عزت، ناموس او نه مال او شتمني.

نو په همدې حالاتو کې د طالبانو اسلامي تحريک راپورته شو، امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد (رحمه الله) د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې په يوه مدرسه کې پر خپلو زدکړو بوخت ؤ، درسونه يې لا پای ته نه ؤ رسولي، د روانو حالاتو په هکله سخت اندېښمن ؤ، نو هماغه ؤ چې څو نورو ملګرو سره په مشوره يې د ظالمو او مفسدو (جهادي!) قومندانانو خلاف مبارزه پيل کړه، خپله نژدې سيمه يې د هغوی له ظلمونو او وحشتونو پاکه کړه، بيا همداسې ورو، ورو د دوی مبارزه پراخېده، تر دې چې کابل يې هم ونيو او تقريباً تول هېواد باندې اسلامي امارت حاکم شو، د ظلم او وحشت ټغر ټول او يو تاريخي او مثالي امنيت تأمين شو.

بيا چې امريکا د کبر وزرې وکړې او پر ګران هېواد افغانستان يې يرغل وکړ، نو طالبان شا تګ ته مجبور شول، خو ډېر ژر بېرته په ټول هېواد کې د صليبي اشغالګرو او د هغوی د مزدورانو خلاف پاڅون پيل شو، دا مبارزه ورځ تر بلې پراخېده، خلکو د اشغالګرو د شړلو، خپلواکي ګټلو او بېرته د خپل هماغه اسلامي او افغاني نظام (اسلامي امارت) د قائمولو لپاره مبارزه کوله، همدې ولس د اسلامي امارت مجاهدينو ته په خپلو کورونو کې ځای ورکاوه، ډوډۍ يې ورکوله، وسله يې ورته اخيسته، مالي مرسته يې ورسره کوله، لنډه دا چې يو طرف ته د کابل ادارې تر شا ټوله نړۍ ولاړه وه، خو هيڅ ولسي مشروعيت نه يې نه درلود؛ فقط يو محدود شمېر خلک يې د پيسو په واسطه ملګري کړي وو، بل طرف ته نور ټول ولس د اسلامي امارت حمايت کاوه، د هر افغان کور د اسلامي امارت سنګر ؤ، په دې لاره کې افغان ولس هر ډول تکاليف وګالل، خو بالآخره خپل آرمان ته ورسېدل، اشغالګرو شکست وخوړ، مفسد او ظالم رژيم يې هم نسکور شو او بيرته پر ټول هېواد هماغه سپېڅلی اسلامي او افغاني نظام حاکم شو.

نو اوس له همدغه لنډ تاريخ څخه معلومه کړئ، چې اسلامي امارت څومره ولسي مشروعيت لري!؟

تر دې ور هاخوا؛ حتی ټول اسلامي امت او مشهور علماء د اسلامي امارت قاطع ملاتړ کوي،چې په دې لړ کې، کابل ته د اسلامي نړۍ د علماؤ پلاوي وروستی سفر يې ښه بېلګه ده.

پايله:

د پورتنيو مشکلاتو له امله ځينې هېوادونه نه غواړي، چې دومره ژر اسلامي امارت په رسميت وپېژني او ځينې نور عملاً موږ سره هر ډول رسمي تعامل کوي، خو د ځينو ملحوظاتو له امله رسماً اعلان نه شي کولای. نو پورته دلايلو ته په کتو، موږ هم بايد دومره ژر د رسميت پېژندنې تمه ونه کړو، خپل کار ته بايد دوام ورکړو، ان شاء الله؛ د وخت په تېرېدو به هر څه سم شي. تاريخ ولولئ، هر هېواد چې ازادي اخيستې، تر ډېرې مودې همداسې له بنديزونو سره مخ پاتې شوی، خو چې استقامت يې کړی او هر ډول تکاليف يې زغملي، اوس د نړۍ له پرمختلليو هېوادونو شمېرل کېږي، نو څومره چې د آزادي مزايا زياتې دي، همدومره يې قېمت هم لوړ دی، ډېر صبر او حوصله غواړي.

دغه راز؛ اسلامي امارت کامل ولسي مشروعيت لري، اسلامي امارت ته هېڅکله له داخله ګواښ نه شي پېښېدای، ځکه اسلامي امارت د نورو په څېر، د بهرنيو عسکرو، ټانګونو او الوتکو په زور نه دی راغلی، بلکې د همدې ولس په ملاتړ بيرته پر هېواد حاکم شوی.

البته؛ د دې لپاره چې دا ولسي مشروعيت دوامداره وساتل شي، لازمه ده چې اسلامي امارت د ولس د هوساينې او د هغوی د ديني او ملي ارزښتونو په تحقق کې يوه شېبه هم خپلې هڅې درېغ نه کړي. د ولس اقتصادي ستونزو ته بايد جدي توجه وشي، کار روزګار ورته برابر شي، د هغوی ټول لومړني حقوق اداء شي، چارواکو ته د هغوی ورتګ بايد اسان شي، د هېواد ګوټ، ګوټ کې له ولس سره د پيوستون دوامداره غونډې وشي، ولسي خلکو سره مشورې وشي، چارواکي يې ځان ته راوبولي، ماليه پرې کمه شي او له نورو ممکنو لارو خدمات ورته زيات شي او په ټوله کې ولس ته د امنيت، تعليم، صحت، اقتصاد او په نورو اساسي برخو کې کافي خدمات وړاندې شي. که دا هڅې همداسې دوام وکړي، نو ټول افغان ولس به د اسلامي امارت پوځي ځواک وي، هر افغان به د سر په بيه له دې نظامه دفاع کوي او هېڅوک به پرې نه ږدي، چې دې نظام ته يو ادنی مشکل جوړ کړي. وما ذلك علی الله بعزيز!

سعيد غلجی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button