مقالې او تبصرې

د اسلامي امارت د سیمه ییزې همکارۍ ابتکار!

پرون د افغانستان پلازمېنه کابل کې د (سیمه ییزې همکارۍ ابتکار) تر عنوان لاندې ناسته ترسره شوه، چې  د سیمي او ممنطقې هېوادونو استازو اوسفیرانو شمولیت درلود.( روسیه، چین، پاکستان، ترکیه، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغیزستان، هندوستان، او اندونیزیا)

پرون د افغانستان پلازمېنه کابل کې د (سیمه ییزې همکارۍ ابتکار) تر عنوان لاندې ناسته ترسره شوه، چې  د سیمي او ممنطقې هېوادونو استازو اوسفیرانو شمولیت درلود.( روسیه، چین، پاکستان، ترکیه، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغیزستان، هندوستان، او اندونیزیا)
دا چې ددې ناستي هدف څه وؤ.؟ او ددې ناستي لاسته راوړني به څه وي؟
لومړی راځو خپله دا منطقه محوره روایت څخه هدف څه دی؟ روایت معنا هغه ستا مرکزي خبره نړۍ ته وړاندي کول، اصل هدف یې دادی چې نړۍ ته خپله خبره وړاندي کوؤ، مثلا موږ د خپلي منطقې سره سیستیماتیکي اړیکي جوړو او د منطقې سره زموږ پر دې موضوع خاص تمرکز دی. دې ته منطقه محوره روایت وایي.
ددې ناستي هدف څه دی؟
لومړی: چې په سیمه کې له یو او بل سره همکاري رامنځته شي او د سیمي مشترکي ګټي او مشترک تهدیدونه باندي له یو او بل سره همکاري وشي.
دوهم: په سیمه کې له اقتصادي ودي لپاره په دې تاکید وشو، چې لویي، لویي پروژې لکه ټاپي، ټاپ، کاسازر او رېل پټلۍ د عملي کارو په بیا پېل کې له یو او بل سره همکاري وشي،
دریم: په دوحه کې د ملګرو ملتونو په راتلونکې ناسته کې د افغانستان ضروریتونه په نظر کې ونیول شي او هلته د اسلامي امارت دریځ او موقف په نظر کې ونیول شي.
څلورم: په سیمه کې راغلي ثبات او امنیت ته وده ورکړل شي او په دې برخه کې د سیمي او منطقې هېوادونه له یو او بل سره همکاري وشي.
پنځم: په سیمه او منطقې کې د تجارت او ټرانزیټ  سیمه ییز اتصال رامنځته شي، او افغانستان په دې برخه کې مرکزي رول ولوبوي افغانستان د مرکزي آسیا او جنوبي آسیا د وصل او اقتصاد په مرکز بدل شي.
په دې ناسته کې د سیمي د هېوادونو نظرونه:
د چین اولسي جمهوریت ځانګړی استازی
موږ له افغانستان سره تعامل کول غواړو او دا هم وینو چې ګاونډیان او د سیمي هېوادونه له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې چلند کوي. چین د افغانستان مشرانو ته درناوی لري او افغانان پخپله ټول سیاسي، اقتصادي او ټولنیزي چارې سمبالوي او موږ د افغانانو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوو.
د روسیې فدرالي جمهوریت ځانګړی استازی
موږ په یقیني توګه د امریکا پر متحده ایالاتو غږ کوو چې د افغانستان د مرکزي بانک هغه پیسې چې په افغانانو پورې اړه لري، پرته له کوم قید او شرط څخه وباسي، موږ خوښ یو چې افغانستان هم د دوحې راتلونکې غونډې ته بلل شوی دی. روسیه غواړي افغانستان د دوحې په غونډه کې د مهمو بحثونو برخه وي.
د ایران هیواد ځانګړی استازی استازی
نن موږ د دې سیمې د خلکو استازي د کوربه په بلنه په کابل کې سره راټول شوي یو، ترڅو د خپلو حکومتونو تر منځ د مشورې له لارې د خیر او مصلحت پر لاره داسې پرمخ ولاړ شو، چې افغانستان یې د اتصال نقطه وي.
په کابل کې د هند سفارت استازی
افغانانو سره خپلې اړيکې تاريخي وبللې او د همکاريو پر داسې ماډل يې ټينگار وکړ چې د افغانانو په گټه و، همداراز د چابهار بندر له لارې افغانستان سره پر تجارتي اړیکو ټينگار وکړ او افغانستان سره يې د هند پر انکشافي مرستو هم رڼا واچوله، هند د افغانستان په اړه په ټولو سیمه ییزو او نړیوالو نوښتونو کې په زړه پورې ګډون کوي او د هر هغه اقدام او نوښت ملاتړ کوي چې د افغانستان له امنیت او ثبات سره مرسته کوي.
په افغانستان کې د پاکستان شارزدافیر؛
نن مونږ د یو واحد افغانستان شاهدان یو، چې په خپل ابتکار یې مونږ په منطقوي محور سره راټول کړو، سيمه‌ييز اقتصادي اتصال کې د افغانستان رول محوري وباله او زياته يې کړه چې د سولې او امنيت په چاپېريال کې د سترو اقتصادي پروژو تطبيق ته زمينه برابرېدلی شي، همداراز پر مشترکو غوښتنو او اندېښنو د مشترک کار غوښتنه وکړه.
د اندونیزیا خاص استازی؛
سیمه ییزه همکاري د نړیوالې همکارۍ لپاره پیلامه ده. مونږ له یو بل پرته نه شو کولای پرمختګ وکړو. زمونږ غوښتنه دا ده چې ا.ا.ا د نړیوالې ټولنې فعاله برخه وګرځي.
ددې ناستي لاسته راوړني به څه وي.؟
دا ډول ناسته په ټوله کې د ځان سره ښه مثبتي ګټي لري، په دې سره په سیمه کې راغلی امنیت او ثبات قوي او وده ورکړل شي، او په سیمه کې به اقتصادي پروژې او نوري نوي پروژې باندي کار وشي، او افغانستان به د اتصال او ټرانزیټ به مرکز بدل شي،  د منطقه محوره روایت په جوړېدو سره به په سیمه کې بالقوه ګواښونه په ګډه مدیریت شي.
او بل دا ډول سره ناستو سره موږ نړۍ ته پیغام ورکوؤو چې افغانستان کې اوس هغه پخوانۍ منازعه او خپل منځي شخړي نشته، چې ملګري ملتونه او غرب د یو مسئلې په توګه چلند ورسره کوي.
او په دا ډول ناستو سره دا واضحوي چې اسلامي امارت کولی شي چې یوه سیمه او یوه منطقه جوړه کړي، او د سیمي سره به امنیت او ثبات کې مهم رول لوبولی شي، او دا ښکارندویي کوي چې اسلامي امارت د هیڅ چا لپاره خطر نه دی، بلکې خپله غواړي د داسي ګواښونو مدیریت کې مهم رول ولوبوي.
په دې هیله چې افغانستان او سیمه د ګډ کار له لارې د ټولې سیمې د ښېرازۍ او پرمختګ پر لور ګامونه پورته کړي.

حمزه الیاس

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button