
د اسلامي امارت د استحکام لپاره عملی هڅی په کار دی
په اوسنی وخت کې خلک له غیرمستقیمې لارې ځان هدف ته رسول سیاست ګټی او له مختلفو لارو کار اخلي ترڅو خپل اهداف تر لاسه کړي. خو په اسلامی نظام کې د حکومتي چارو ښه سمبالښت، د خلکو خدمت، ملت ته ریښتیا ویلو او د خپل ولس د ګټو پر اساس پرېکړو کولو ته غوره سياست وايي. په تېرو فاسدو نظامونو کې موږ د داسې صحنو عیني شاهدان وو، چې نه د چا مال، عزت او سرخوندي ؤ او نه د ولس غوښتنو، عقايدو او کلتور ته پاملرنه کېده. د ملوک الطوایفي دوره وه، په هره سیمه او هره ناحیه کې بیله پاچاهي وه، د زور او غصب لړۍ روانه وه، یو څو تنه غله مو په سر او شتمنیو واکمن ول، د هيچا حیا او عزت خوندی نه ؤ، د جنګونو په دوام کې يې خپله بقا ليده او تر آخره يې په جنګ ترکیز کاوه. ځکه چې نه د هغوی زامن او وروڼه پکې وژل کېدل او نه يې مالي زيان درلود، بلکې د نورو په بې عزتۍ کې يې خپلې شخصي ګټې لټولې. خو بالآخره په مظلومو افغانانو له بې دریغه ظلمونو وروسته، د نړيوال کفر له پوره حمایت سره، سره بيا هم د دوی د غرور ماڼۍ رانسکورې شوې. اوس چې په ګران هېواد کې د ميليونونو شهيدانو له قربانيو وروسته، يو ځل بيا اسلامي نظام نافذ دی،باید د دغه نظام د استحکام او بقا لپاره جدي هڅې وکړو او هغه ځينې ستونزې هم حل کړو، چې د ملت او امارت تر منځ د واټن او خفګان لامل ګرځي. مسؤلين بايد په واقعي معنی ځانونه مسؤلين وګڼي، په هره برخه کې ملت ته لازم خدمات وړاندې کړي، له ملت سره غونډې وکړي او خپل ځورېدلی ملت په غېږ کې ونيسي.
د چارو مسؤلين بايد په هيڅ صورت اجازه ورنه کړي، چې د حکومت او ملت ترمنځ فاصله رامنځته نه شي، نړیوال استکبار هم په کمین کې دي که په مستقیم نه خو په غیرمستقیم ډول زموږ حالات څاري دموقع نه په ګټی اخیستنی شرایط دې ته جوړ کړي چې د حکومت او ملت د فاضلې باعث شي چې بیا به اوبه له ورخه تيرې