سرلیکنې

د اسلامي امارت دوه کلن حاکميت او لاسته راوړنې؟!

څو ورځې وروسته پر ټول افغانستان د اسلامي امارت د دوهم ځلي حاکميت دوه کاله پوره کېږي، د ۲۰۲۱ م کال د اګست مياشتې په نيمايي کې د اسلامی امارت په مشرۍ د افغان ملت شل کلنې اوږدې او سختې مبارزې رنګ راوړ، اشغالګرو شرمناکه ماته ومنله، د ښکېلاک کرغېړن ټغر ټول شو، د الله تعالی په مرسته د ګران هيواد استقلال او ازادي بيا اعاده شوه، د اشغال پر مهال د پرديو په زور واک ته رسېدلې بلواکه او اجيره اداره نسکوره او پرځای يې خپلواک او ځواکمن مرکزي اسلامي نظام حاکم شو.

دا دی نږدې دوه کاله کېږي، چې اسلامي امارت پر ټول افغانستان حاکميت لري، که څه هم نړيوالی ټولنې د لوېديځ او په ځانګړې توګه د امريکا د فشار له امله د افغانستان نوی اسلامي نظام په رسميت نه دی پېژندلی؛ خو اسلامي امارت په تېر دوه کلن حاکميت کې خورا ډېرې برياوې ترلاسه کړي دي.

د اسلامي امارت له حاکميت سره هممهاله په ټول هيواد کې مثالي امنيت تامين شو، د وژنو، اختطافونو، غصب او ويرې ځای ژوند، خوښيو، عدالت او ډاډ ونيو؛ اوس هر افغان له هر ډول ويرې او ډاره پرته د ژوند چارې پر مخ وړي. اسلامي امارت په ډېرو لږو امکاناتو وتوانېد، چې د ټول هيواد په کچه بې ساری امنيت تامين کړي.

د ځواکمن مرکزي حکومت جوړول د اسلامي امارت بله ستره لاسته راوړنه ده، د اشغال پر مهال که څه هم له اجيرې ادارې سره پرېمانه امکانات وو؛ خو دومره ناوسه وه، چې مشر يې د يو والي د لرې کولو صلاحيت هم نه درلود او هر چېرته سيمه ییزې واکمنۍ حاکمې وې؛ خو واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته هيواد بېرته سره کوشېر شو، محلي واکمنۍ او زور واکان له منځه ولاړل او اوس الحمدلله ټول هيواد د يو مرکزي ځواکمن حکومت له لوري اداره کيږي.

اسلامي امارت توانېدلی، چې د نړيوالو له لوري پر اقتصادي محدوديتونو سربېره د هيواد په کچه د ځينو سترو زېربنايي پروژو کارونه له ملي بودجې پيل او تمویل کړي، د بېلګې په توګه د قوشتېپې ستر کانال، د قشقرې د نفتو د استخراج چارې، د ځينو لويو لارو په بنسټيز ډول بيا رغونه او ورته نورې… اسلامي امارت ژمن دی، چې د هيواد د ځان بسياينې لپاره په ټول توان د هيواد زيربنا ورغوي.

د هيواد اقتصادي حالت هم له پخوا ښه شوی، په کلني ډول د صادراتو کچه له اووه سوه ميليونو ډالرو څخه شاوخوا دوه ميلياردو ډالرو ته لوړه شوې، د ډالر په مقابل کې د افغانۍ ارزښت په ډېر ښه ډول ساتل شوی،  په بازارونو کې انفلاسيون له ټولو ټيټې کچې ته راښکته شوی او د خوراکي توکو او د اړتيا وړ نورو توکو بيې د پخوا په پرتله ډېرې راټيټې شوي دي.

اسلامي امارت د فساد او مخدرو موادو په وړاندې مبارزه له شعاري درواغجنې بڼې څخه عملي او رښتيني شکل ته را واړوله. د اشغال پرمهال افغانستان په فساد او د نشه يي توکو د توليد او قاچاق په برخو کې لومړۍ درجه بدنام هيواد و، خو اوس الحمدلله د فساد او مخدرو موادو کچه له ټولو ټيټې درجې ته راکښته شوې ده.

قضايي ارګانونو کې د بې عدالتۍ او ظلم ځای اوس الحمدلله انصاف او عدالت نيولی دی. اوس هر څوک کولی شي، په ډېر ښه ډول د خپل حق د لاسته راوړلو لپاره له هر ډول ويرې او مال مصرفولو پرته قضايي ارګانونو ته مراجعه وکړي او خپل حق ترلاسه کړي.

دغه لاسته راوړنې تش تبليغاتي شعارونه، نه دي، بلکې نړيوالې رسنۍ او ستر سازمانونه يې هم پخلی کوي. لنډه دا چې اسلامی امارت په تېره شاوخوا دوه کلنه واکمنۍ کې ډېرې لاسته راوړنې او برياوې لري؛ خو د دې معنا دا نه ده، چې په همدې برياوو بسنه وشي، د افغانستان وروسته پاتې اقتصادي او تمدني حالت ته په کتو اسلامي امارت راتلونکو کلونو کې بايد لا ډېر کار وکړي، تر څو موږ هم د نړۍ د نورو پرمختللو ملتونو په څېر د يو خود کفا او مترقي هيواد څښتنان شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button