سیاست او دولت

د اسلامي امارت دروازې د ولس پر مخ خلاصې دي

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان او کندز ولایتونو له يو شمېر مجاهدينو او متنفذينو سره لیدنه وکړ. د یادو ولایتونو اوسېدونکو د امنيت تأمين، ارامي او د اسلامي امارت مجاهدینو له لوري خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو په اړه د ځايي ادارو د فعاليتونو او کړنو په اړه د رياست الوزرا اداري معاونیت مقام ته راپور ورکړی او خپل رضایت یې ښودلی دی.

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان او کندز ولایتونو له يو شمېر مجاهدينو او متنفذينو سره لیدنه وکړ.
د یادو ولایتونو اوسېدونکو د امنيت تأمين، ارامي او د اسلامي امارت مجاهدینو له لوري خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو په اړه د ځايي ادارو د فعاليتونو او کړنو په اړه د رياست الوزرا اداري معاونیت مقام ته راپور ورکړی او خپل رضایت یې ښودلی دی.
د جوزجان او کندز ولایتونو متنفذينو همداراز د اسلامي امارت له مسولينو غوښتي، تر څو په يادو ولايتونو کې ښوونې او روزنې، روغتيايي کلينيکونو، مواصلاتي لارو، انکشافي چارو او د ځوانانو کارموندنې ته پاملرنه وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي د يادو ولايتونو مجاهدينو او متنفذينو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، چې د اسلامي امارت د مسولينو دروازې د ټولو هېوادوالو پر مخ پرانيستې دي او د وړانديزونو، نظرياتو او ستونزو د بيان له امله يې له هغوی مننه کړې ده.
د رياست الوزرا اداري مرستيال په مختلفو برخو کې د خدمتونو وړاندې کول د اسلامي امارت د مسولينو دندې او مسؤليتونه بللي او ویلي یې دي، چې په مرکز او ولايتونو کې مسولين تر خپلې وسې هڅه کوي، چې د خلکو غوښتنو ته رسیدنه وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button