روغتیا

د اسلامي امارت تر بیا راتګ وروسته د ۱۱۵ زرو روږدو درملنه شوې

د کورنیو چارو وزارت مسوولینو ویلي چې د اسلامي امارت تر بیا راتګ وروسته تر دې دمه د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ۱۱۵ زرو تنو درملنه شوې ده.

ياد وزارت د نشه یي توکو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپاره کړي پيغام کې ويلي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته تر دې مهاله د ۱۱۵ زره  او 220 پر نشه یي توکو د روږدو کسانو درملنه کړې ده.

په یاد پیغام کې همدارنګه ويل شوي، چې په موده کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو له خوا ۴۷ زره او ۸۷۹ عملیات په لاره اچول شوي، چې  په پایله کې یې ۱۷ زره او ۲۴۰ تنه شکمن کسان نیول شوي، ۱۱۹ ټنه بېلابېل نشه يي توکي او الکولي مشروبات او ۵۳۹۰ ټنه کیمیاوي توکي هم کشف شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته د نشه يي توکو ۱۳۱۵ کارخونې او لابراتوارونه له منځه وړل شوي او ۲۱زره ۷۴۳ هکتاره ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت همداشان له نشه یي توکو سره د مبارزې له نړیوالو همکارو سازمانونو څخه غوښتنه شوې، چې د اسلامي امارت له پروګرامونو سره د همکاري ترڅنګ د کروندګرو لپاره د بدیل معیشت برابرولو، په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې او نورو برخو کې ورسره همکاري وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button