سیاست

د اسلامي امارت او امریکایي پلاوي ترمنځ د تفاهم او تعامل پر دوام ټینګار وشو

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي،چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال مولوي امیرخان متقي په مشرۍ پلاوي له ټام ویسټ سره وکتل. د افغانستان په چارو کې د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي او ورسره د بېلابېلو ادارو پنځلس کسیز لوړ پوړي پلاوي دوه ورځې د بېلابېلو اجتماعي او تخنیکي کمېټو په کچه خبرې وکړې.په دې ليدنه کې د دواړو لورو ترمنځ د باور رامنځته کولو، په دې برخه کې د عملي ګامونو پورته کولو، د تور لېست او بنديزونو لرې کولو، د افغانستان د بانکي زېرمو د خلاصون، د افغانستان د اقتصادي ثبات پر ټينګښت، له نشه يي  توکو سره د مبارزې او بشري حقونو په اړه خبرې وشوې. اسلامي امارت یو ځل بیا ټینګار کړی،چې د تور لیست د ایستلو او د بانکي ذخیرو د خلاصولو په برخه کې د باور رامنځته کول اړین دي تر څو افغانان وکولای شي له بهرنیو مرستو پرته خپل اقتصاد په خپله جوړ کړي. په دغو ناستو کې بشري مرستې، افغانستان ته وړیا سفر او د نړۍ په هره برخه کې افغانانو ته د قونسلګرۍ د خدمتونو رسول هم مهم موضوعات وو چې خبرې پرې وشوې. د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلي، چې د افغانستان بانکونو ډېر محدودیتونه لرې شوي او د راکړې ورکړې لاره اسانه شوې، چې دا یو مثبت کار دی. امریکايي استازو او د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هم د دا ډول ناستو، تفاهم او تعامل پر دوام ټینګار وکړ.

منبع: آوا

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button