سرلیکنې

د اسرائیلو د ملاتړ په پلمه منځني ختیځ کې د لوېديځ موخې؟!

8 / 100

له ډېر وخت راهیسي لوېديځ په منځني ختيځ کې په بېلابېلو بڼو ښکېل دی او د دغې ښکېلتیا له لا ډېر پراخوالي سره علاقه لري. همدا لامل دی چې په سيمه کې د امريکا له لوري ايجاد شوي صهيونيستي رژيم ته په ښکاره او پټه په سيمه کې د جګړو د پراخېدو فارمولې ورکوي.که څه هم د فلسطيني ملت او د صهيونيستي اشغالګرو ترمنځ جګړه اوسنۍ نه ده، بلکې لسګونه کلونه مخینه لري، خو اوس داسې ښکاري چې دغه جګړه د منځني ختيځ نورو برخو ته هم د پراختيا په حال کې ده او دا کار د‌ لوېديځ له لوري په لوی لاس ترسره کېږي، تر څو په سيمه کې خپلو شومو هدفونو او موخو ته ورسېږي.امريکا غواړي، چې منځني ختيځ کې خپلې پښې لا ډېرې ټینګې کړي او د کارپوهانو په اند د پراخ نفوذ او حضور لاملونه يې په لاندې ډول دي:د منځني ختيځ زياتره هيوادونه د انرژۍ پراخې زېرمې لري او امريکا او متحدين يې چې پر نړۍ د حاکميت سندره زمزمه کوي، د انرژۍ او ټکنالوژۍ پرمټ يې کوي.دغه راز د دغې سيمې له بحري لارو او بندرګاوو څخه د نړۍ يوه لويه برخه تجارتي مالونه تېرېږي او امريکا غواړي چې پر دې سيمه باندې خپل کنټرول وساتي او له بل هر چا ډېره اقتصادي ګټه ترې واخلي او بل له ټولو ستر هدف يې دا دی، چې په سيمه کې د خپلو مخالفانو او مخ پر ودې هيوادونو د نفوذ مخه ونیسي او هغوی پرې نه ږدي چې په راتلونکي کې يې ګټې وګواښي.که څه هم دغه تريخ حقيقت له هېچا پټ نه دی، چې عربي نړۍ اوسمهال د امریکا تر دومره ژورې اغېزې لاندې ده،  چې له فلسطینیانو د دفاع په اړه د حق او باطل تشخیص ترې سلب او د عدالت پورته کولو غږ یې په ستوني کې وچ شوی دی، خو هغه ورځ لرې نه ده، چې صهيونيستي اشغالګر به د نړۍ د آزادو اسلامي هېوادونو د قهر او غضب په لومو کې را ګير او پر فلسطینیانو د کړيو مظالمو او د بشر ضد جنایتونو په اړه به محاسبه ورسره وشي.  له عربي دولتونو دا تمه نه شي کېدای چې د فلسطینیانو په ننګه دې له غاصبو صهیونیستانو سره عملاً وجنګېږي، بلکې د مسلمانانو غوښتنه او ګيله داده، چې ولې د ټولې اسلامي نړۍ په استازیتوب له آمریکا سره د خبرو اترو د میز له پاسه دې لانجې ته د پای ټکی نه ږدي؟ دا خو څرګند حقیقت دی چې له امریکا سره د سعودي عربستان اړیکې داسې حسنه دي چې هرڅه وغواړي هغه کولای شي، نو د ملامت او سلامت غږ، ولې نه پورته کوي؟ د فلسطين په قضيه کې یوازې یمنیانو په ښکاره له امریکایانو او صهيونيستي اشغالګرو سره د جنګ په ډګر کې خپلې سینې سپر کړي او په سمندرونو کې یې بېړۍ په نښه کوي او په دې توګه خپل اسلامي رسالت ترسره کوي. ټوله نړۍ د دې شاهده ده چې امریکا د صهيونيستي رژيم پر جنايتونو سربېره په ښکاره ډول ‌د هغوی ملاتړ ته دوام ورکوي، د جګړې له ميدان څخه راتلونکي خبرونه او د نظامي چارو د کارپوهانو تحليلونه د دې خبرې څرګندونه کوي، چې صهيونيستي اشغالګر خپلو اهدافو ته په رسېدو کې پاتې راغلي، خو که خدای مه کړه د امریکا په ملاتړ اسرائیلي صهیونيستان د فلسطینیانو پر ضد خپلو موخو ته په رسېدو کې بریالي هم شي، دا د فلسطینیانو ماتې نه ، بلکې د آمریکایانو لپاره دبیغیرتۍ هغه توره (لکه) ده چې د نړۍ له خلکوسره به یې د توپیري چلند په تنډه تل پاتې وي.اسلامي نړۍ بايد په خپل ټول قوت سره د صهيونيستي اشغالګرو ظلمونو ته د پای ټکی کېږدي، په سياسي، اقتصادي او نظامي برخو کې دې د فلسطيني ملت لاسنيوی وکړي او په ګډه د يو داسې خپلواک فلسطيني دولت جوړېدو ته لاره هواره کړي، چې پلازمېنه یې بیت المقدس وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button