
د اسرائيلي وحشت په وړاندې د اسلامي نړۍ چوپتيا!
د روانې اوونۍ په پيل کې د شنبه په ورځ د اسرائيلي وحشت په وړاندې د فلسطين حماس ډلې پوځي څانګې (القسام) د « طوفان الاقصی» تر عنوان لاندې ستر پوځي عمليات پيل کړل. د علمياتو په لومړۍ ورځ يې له درېوو خواوو: ځمکې، هوا او د بحر له لارې پر اسرائيلې اهدافو ستر بريدونه وکړل، ګڼ شمېر اسرائيلي عسکر يې ووژل، لسګونه يې ژوندي ونيول او ډېرې سيمې يې تر خپل کنټرول لاندې راوستې.
د روانې اوونۍ په پيل کې د شنبه په ورځ د اسرائيلي وحشت په وړاندې د فلسطين حماس ډلې پوځي څانګې (القسام) د « طوفان الاقصی» تر عنوان لاندې ستر پوځي عمليات پيل کړل. د علمياتو په لومړۍ ورځ يې له درېوو خواوو: ځمکې، هوا او د بحر له لارې پر اسرائيلې اهدافو ستر بريدونه وکړل، ګڼ شمېر اسرائيلي عسکر يې ووژل، لسګونه يې ژوندي ونيول او ډېرې سيمې يې تر خپل کنټرول لاندې راوستې.
د دې بريد شدت او سرعت ته نړۍ ګوته په غاښ پاتې شوه او سترو نړيوالو سياسي او نظامي مبصرينو یې په هکله ډول-ډول تحليلونه وکړل او دا کار يې د اسرائيلو او په ځانګړي ډول د هغوی د استخباراتي ارګانونو لپاره شرموونکې ماته وګڼله، په خپله د اسرائيلو په داخل کې هم له دغې حملې وروسته د بنیامين نتنياهو په مشرۍ حکومت تر سخت فشار لاندې دی.
رښتيا هم د دغو برياليو عملياتو له امله اسرائيلو ته پر پراخو ځاني او مالي زيانونو سربيره د هغوی روحياتو او نړيوال دريځ ته هم دروند زیان ورسېد، اسرائيلو ته د ۱۹۷۳ م کال له جګړې وروسته په دومره ستره کچه زيان نه و رسېدلی.
د خپل لوېدلي اعتبار او نظامي ماتې د پټولو لپاره اسرائيلي عسکرو د غزې تړانګې او يو شمېر نورو سيمو کې د ملکي وګړو پر کورونو، روغتونونو او تعليمي مرکزونو باندې درنې ړندې بمبارۍ وکړې، چې له امله یې د ښځو او کوچنيانو په ګډون ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پر دغو هوايي بريدونو سربيره اسرائيلو د غزې تړانګه، چې درې ميليونه فلسطينيان پکې اوسيږي، په ټوله معنا محاصره کړې او اوبه، برښنا او د سون توکي يې پرې بند کړي دي. پر دغو ټولو وحشتونو او ظلمونو سربيره امريکا او نورو لوېديځو هيوادونو په ښکاره ډول له اسرائيلو ملاتړ اعلان کړی دی او امريکا خپله ستره بحري بيړۍ، چې په ګڼ شمېر جنګي الوتکو او لرې واټن ويشتونکو توغنديو سمباله ده، د منځني ختيځ پر لور خوځولې او له اسرائيلو سره يې د پراخې مرستې ټټر وهلی.
خو بل لورته اسلامي نړۍ بيا د تېر په څېر يو ځل بيا چوپتيا غوره کړې ده، د افغانستان، ايران او له ګوتو په شمار اسلامي هيوادنو پرته نورو يې ان دېپلوماتيک ملاتړ هم نه دی کړی. چې دا يو ډېر نا هيلی کوونکی حالت دی.
د اسلامي نړۍ هيوادونو کې ډېر يې اوس پر نوې ټکنالوجۍ سمبال پرمختللي پوځونه او پراخ نظامي او اقتصادي امکانات لري او د فلسطينيانو اوږده مبارزه هم د اقصی جومات د ازادۍ لپاره ده، چې د ټولو مسلمانانو لپاره مقدس دی او ټول يې بايد د دفاع لپاره هڅې وکړې؛ خو بيا هم د اسلامي نړۍ چوپتيا او بې تفاوته پاتې کېدل له اسلام او مسلمانانو سره ستر خيانت دی، چې پايلې به يې د اسلامي نړۍ لپاره بوږنو ونکې وي.
د اسلامي نړۍ ټول غړي هيوادونه، بايد په يو غږ د فلسطين قضيه د ټول امت قضيه وبولي، په ډيپلوماتيکو، نظامي او اقتصادي برخو کې د فلسطينيانو تر څنګ ودريږي او د اسلامي برم د بيا احيا لپاره دې يو موټی شي او دا هغه مهال شونې ده، چې ټول مسلمانان او په ځانګړي ډول د اسلامي هيوادونو مشران د نړۍ په هره برخه کې مسلمان ته رسېدونکی تکليف او رنځ خپل او د حل لپاره يې اقدام خپل مسئوليت وګڼي او په رښتيني ډول د رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغې مبارکې وينا مصداق وګرځي، چې فرمايلي یې دي: ټول مسلمانان د يو جسد په څېر دي، چې د بدن کوم غړی يې خوږيږي، ټول بدن يې ناارامه وي.