
د اسرائيلي وحشت په وړاندې د اسلامي نړۍ پاشلي غبرګونونه…!
له لسو ورځو ډېرې وشوې، چې پر فلسطيني ملت د اسرائيلو له لوري سخت ظلمونه روان دي، په دومره کمه موده کې يې پر بې ګناه وګړو شاوخوا ۷۰۰۰ بمونه غورځولي، تر ۱۵۰۰۰ فلسطينيانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې له ۷۰ سلنه ډېر يې ښځې او ماشومان دي.
له لسو ورځو ډېرې وشوې، چې پر فلسطيني ملت د اسرائيلو له لوري سخت ظلمونه روان دي، په دومره کمه موده کې يې پر بې ګناه وګړو شاوخوا ۷۰۰۰ بمونه غورځولي، تر ۱۵۰۰۰ فلسطينيانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې له ۷۰ سلنه ډېر يې ښځې او ماشومان دي.
غزه له هر لوري تر سختې محاصرې لاندې ده او هيڅ بشري نهاد ته اجازه نه ورکول کيږي، چې په جګړه کې ايسارو خلکو ته بشري مرستې ورسوي.
له يوې خوا د وحشي صهيونيزم زور زياتي او بدمعاشي له حده اوښتې، بل لور ته د مظلومو مسلمانانو پر بده ورځ د اسلامي نړۍ بې غوري، بې پروايي، بې احساسي او بې ننګي هم آن د تعجب له پولو تېره ده، هغه ولسونه چې له هره پلوه غزه والو سره يوتن او يو وجود ګنل کېږي ، دين او عقيده يې يوه، يوه يې خټه او نسب، يوه يې ژبه او اقليم او يوه يې بڼه، کلتور او ارزښتونه.
خو افسوس چې له دومره ډېرو مشترکاتو سره سره يې د مظلوم فلسطيني ملت د مرستې لپاره هيڅ نه دي کړي او هغوي يې په يوه تنګه وړه سيمه کې د صهيونيستي قصابانو رحم ته يوازې پريښي.
پرته له شکه د غزې خواوشا، آن لرې اونږدې ټول عياش او ډارن واکمنان قطعاً داسې مسخ شوي اوله انساني احساس اوعواطفو بې برخې شوي چې ان لاانسان ورته ويل هم کاملاً غلط دي. البته په دې لړ کې هېڅکله دانه ښايي چې مطلقاً د انساني خواخوږۍ اوبشري حقونو پراساس له اغيارو څه ګيله وشي ځکه هغوي خو د رټلي شيطان مريدان دي او څښتن تعالي يې پر زړونو ټاپه وروهلې، خو داګيلې په هرصورت ټول اسلامي امت ته متوجه دي، ځکه دا امت چې ځان مسلمان او د يو خدای بندګان بولي ،هماغه خدای(جل جلاله) يې ترمنځ د ورورګلوۍ اړيکه ثابته کړې او د هراړخيزو خپل منځي حقونو، خواخوږۍ او پالنې سپارښتنه يې ورته کړې ده.
خوبيا هم ډېر افسوس چې څرنګه يې د خپل خالق او مالک يادې سپارښتنې شاته غورځولي اولايې هيڅ په کيسه کې هم نه دي.
که څه هم د لومړۍ قبلې ژغورنه اصلاً د ټولو دوو ميلياردو مسلمانانو فريضه او مسئوليت دي خو له ټولو ستر مسئوليت د عربي نړۍ دی چې هم ورته نږدې او هم پخوا مشهوره وه، چې عربي اميران په ملت پالنه او قومي غيرت کې له نورو ډېر وړاندې دي.
په هر صورت بيا هم د ځمکې پرمخ لروبرکې هرمسلمان فرد اقصي، غزې او اسلامي امت پورې اړوند. هره قضيه کې تر خپلې خپلې وسې ذمه واري او مکلفيت لري. مثلاً له فلسطينه لرې مسلمان ولسونه پردې مکلف دي چې خپل نظامونه بدل کړي او پرځاي يې صالح او مخلص قيادتونه راولي اوصالح قيادت بيا دا مسئوليت لري چې نورو ته غږ ورسوي، ويې هڅوي، ويښ يې کړي او وحدت ته يې راوبولي. اسلامي امارت هم مسئوليت لري، چې د مختلفو اسلامي هېوادو له وزيرانو، سفيرانو، استازو، ديني عالمانو، سياستوالو او بانفوذه شخصيتونو سره په همغږۍ او ګډکار پر ټولو موضوعاتو او په ځانګړي ډول د اقصي قضيه کې د اسلامي نړۍ تر منځ د ګډ او متحد دريځ د رامنځته کولو لپاره کار وکړي.