
د اسرائيلي وحشتونو په وړاندې د نړۍ ظالمانه چوپتيا
له څلوېښتو ورځو زياته موده وشوه، چې اسرائيلي ځواکونه د غزې پر بېلابېلو سيمو ړندې ببمارۍ کوي، ځمکني بريدونه کوي او ان په نړيوالو قوانينو کې ممنوع اعلان شوې ډول-ډول وسلې کاروي. په دغو بريدونو کې تر اوسه پورې له ۱۲ زرو ډېر فلسطينيان شهيدان او ۳۰ زره نور ټپي شوي دي او تر څلور زرو نور تر خاورو او خځلو لاندې ورک دي، چې د دغو قربانيانو ډېره برخه مېرمنې او ماشومان دي.
له څلوېښتو ورځو زياته موده وشوه، چې اسرائيلي ځواکونه د غزې پر بېلابېلو سيمو ړندې ببمارۍ کوي، ځمکني بريدونه کوي او ان په نړيوالو قوانينو کې ممنوع اعلان شوې ډول-ډول وسلې کاروي. په دغو بريدونو کې تر اوسه پورې له ۱۲ زرو ډېر فلسطينيان شهيدان او ۳۰ زره نور ټپي شوي دي او تر څلور زرو نور تر خاورو او خځلو لاندې ورک دي، چې د دغو قربانيانو ډېره برخه مېرمنې او ماشومان دي.
په دغو عملياتو کې تراوسه لسګونه جوماتونه، کليساوې، روغتونونه او تعليمې ادارې هم په نښه شوي او په بشپړه توګه له منځه وړل شوي، له ټولو وروستۍ پېښه يې د غزې په شمال کې د الشفاء په نامه روغتون کې دننه عميليات وو، چې په ډېر وحشت سره اشغالګرو اسرائيلي عسکرو لومړی دغه روغتون کلابند کړ، برښنا او اوبه يې پرې بندې کړې او بيا ورننوتل او تازه راپورونه ښيي چې اوس يې ټولو ډاکټرانو او ناروغانو ته ډېر لږ وخت ورکړی، چې روغتون خالي کړي.
اسرائيلو دعوه درلوده چې تر روغتون لاندې د حماس مرکزونه دي او د دوی بنديان همدلته ساتل شوي، خو اوس ښکاره شوه چې هلته هېڅ هم نه و. د اشغالګرو د صهيونيستي رژيم له لوري په نظامي برخه کې له سخت فشار سره سره تراوسه دغه نامشروع رژيم هېڅ هدف هم نه دی ترلاسه کړی او نه يې هم د حماس او نورو جهادي ډلو مقاومت ټکنی کړی دی، بلکې برعکس په دغې جګړه کې اسرائيلي عسکرو ته د تاريخ له ټولو ډېرځاني او مالي تلفات اوښتي او اسرائيل اړ شوي دي، چې د جګړې د تمويل په موخه ميلياردونه ډالره پور واخلي.
د صهيونيستي رژيم د ټولو بشري ضد کړنو او جرمونو په وړاندې د نړۍ پټه خوله پاتې کېدو دغه حالت نور هم بحراني کړی او اشغالګرو ته يې د لا ډېرو وحشتونو د ترسره کولو جرئت ورکړی. که څه هم په ټوله نړۍ او ان په اروپايي هيوادونو کې د عامو وګړو له لوري د فلسطينيانو په ملاتړ او د اسرائيلي وحشت په غبرګون کې پراخ لاريونونه وشول او لا هم دغه لړۍ روانه ده؛ خو په حکومتي کچه د اسرائيلي وحشت په وړاندې ډېر څه نه ښکاري.
پر نړيوال سټېج د بشري حقونو د مدافع په توګه ځان مطرح کوونکې امريکا خو نه يوازې دا چې اسرائيلي وحشت يې غندلی نه دی، بلکې له اسرائيلي رژيم څخه پر پراخ سياسي او پوځي ملاتړ سربېره يې په غزه کې د اوربند لپاره د کېدونکو هڅو مخالفت هم کړی دی او اوربند د حماس او نورو مقاومت کوونکو فلسطيني حرکتونو لپاره ګټور او د اسرائيلو پر زيان بولي.
اسلامي نړۍ هم تر اوسه پورې داسې د پام وړ ګامونه نه دي پورته کړي. د اسلامي هيوادونو حکومتونو هم د رعيتونو په څېر له دغې قضيې سره د غندلو تر بريده برخورد کړی.
پکار دا ده، چې ټوله نړۍ، په ځانګړي ډول اسلامي هيوادونه دغه قضيه خپله وبولي او په وړاندې يې په نظامي، سياسي او اقتصادي برخو کې د فلسطيني مقاومت کوونکو ملاتړ وکړي او هغه هم په دې ډول چې دغه ملاتړ خپل احسان او مرسته نه، بلکې خپل مسئوليت او مکلفيت وګڼي؛ ځکه چې د بيت المقدس قضيه يوازې د فلسطيني ملت نه، بلکې د ټولو مسلمانانو مشترکه قضيه ده.