سیاست او دولت

د اسرائيلو هوايي بريد کې د حسن نصرالله مرستيال وژل شوی

د اسرائيلي اشغالګرو په هوايي بريد کې د لبنان د اسلامي مقاومتي ډلې حزب الله د مشر “حسن نصرالله” مرستيال او د بې پيلوټه الوتکو د سمبالوونکې لېوا مشر “علي حسين برجي” وژل شوي دي.صهيونيستي پوځ د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د حزب الله دغه تر ټولو مهم سياسي او پوځي مشر يې د لبنان په سويل کې د يو هوايي بريد په پايله کې وژلي دي.د حزب الله مقاومتي غورځنګ وياند “المنار” تلويزيوني شبکې سره په خبرو کې د “جنرال علي حسين برجي” د وژل کېدو پخلي کړي او په خبره يې نوموړي په تېرو ۳ مياشتو کې په اسرائيلي اشغالګرو سلګونه بريالي بريدونه ترسره کړي وو او ګواښ يې کړي، چې غچ به يې اخلي.د ويلو وړ  ده، چې د اسرائيلي اشغالګرو په هوايي بريدونو کې د روانې مياشتې په دويمه په بيروت کې د حماس د سياسي دفتر مرستيال “صالح العاروري” او د تيرې دوشنبه په ورځ د لبنان په جنوب کې د حزب الله يو بل لوړ پوړي قوماندان “ويسام حسين الطويل” هم  شهيدان شوي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button