سیاست

د اسد 24 مه؛ د کابل د فتحې ورځ په ټول هیواد کې ولمانځل شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پرون د زمري ۲۴مه (د امريکايي اشغال په وړاندې د افغانانو د شل کلن جهاد د بريا دويمه کليزه) ونمانځله.په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې، د افغانستان داسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال، د کابينې يو شمېر غړيو، ملکي او پوځي مسئولينو او زرګونو مجاهدينو ګډون کړی و.په دې غونډه کې د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي وويل ،چې په تېرو شلو کلونو کې اشغالګرو، په افغانستان کې ډول ډول جنايتونه ترسره کړل، زرګونه افغانان يې شهيدان او شاوخوا پنځه ميليونه افغانان يې په نشه يي توکو روږدي کړل.مولوي حنفي زياته کړه ،چې د الله (ج) په نصرت، د افغان ملت د زياتو سرښندنو او د شهيدانو د پاکو وينو په پايله کې، دښمنانو ماتې وخوړه، افغانستان د اشغال له شومې پديدې خلاص او په هيواد کې سراسري اسلامي نظام حاکم شو.د ده د څرګندونو له مخې؛ د فتحې په لومړيو کې ځينو مخربو کړيو هڅې کولې، چې په هيواد کې نا امني رامنځته کړي، خو د اسلامي امارت زړورو مجاهدينو د هغوی دسيسې شنډې کړې او هېچا ته يې د تخريب اجازه ور نه کړه.

د رياست الوزراء د اداري مرستيال په وينا، اوسمهال په هيواد کې د بيان آزادي شته او رسنۍ هم فعالې دي؛ خو هېچا ته د توهين، تحقير، تفرقه اچونې او داسې نشراتو اجازه نه ورکول کېږي، چې د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو پر خلاف وي.دغه راز د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست شيخ الحديث شهاب الدين دلاور؛ د افغانستان استقلال، د اشغالګرو ماتې او په هيواد کې د اسلامي نظام حاکميت ټولو افغانانو ته مبارکي وويله او څرګنده يې کړه چې دا بريا د الله (ج) په نصرت او د افغان مسلمان ولس په ډېرو قربانيو ترلاسه شوې ده.شېخ الحديث دلاور زياته کړه: (د الله تعالی (ج) په نصرت آزادي راغله، خو اوس د دې وخت دی چې په بشپړې ايماندارۍ او وفا سره د دې آزادۍ ساتنه وکړو.ده وويل: اوس موږ په حکومتدارۍ کې يوه او بايد افغانستان له سيالانو سره سيال او په هره برخه کې يې اول نمبر کړو.) شېخ الحديث دلاور زياته کړه: له اوسني اسلامي نظام سره دښمني، په حقيقت کې له عالمانو، جهاد، شهادتونو او د افغانانو له نورو قربانيو سره دښمني ده.په همدې حال کې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خيرالله خيرخواه، د استقلال او آزادۍ پر ارزښت خبرې وکړې او ويې ويل، چې له امريکايي اشغال څخه د افغانستان آزادول او عظيمه فتحه، نه يوازې د افغانانو لپاره، بلکې د نړۍ د ټولو مسلمانانو لپاره بريا او وياړ دی.ملا خيرالله خيرخواه زياته کړه، چې د اسلامي امارت په راتګ سره، اشغال پای ته ورسېد، فساد له منځه يوړل شو، د قدرت جزيرې له منځه يوړل شوې، د هيواد د تجزيې مخه ونيول شوه او په ټول هېواد کې سراسري امنيت تامين او اسلامي نظام واکمن شو.ده وويل: ځينې ورانکارې کړۍ لا هم له هيواده بهر د نظام په وړاندې تبلېغات کوي او له حقايقو لرې مطالب خپروي؛ خو دوی بايد پوه شي چې دا اسلامي نظام تلونکي نه دی، بلکې دغه نظام د افغان ملت په ملاتړ مخ په وړاندې روان دی.د غونډې په دوام، د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي وويل ،چې له شلو کلونو جهاد او قربانيو وروسته، هغو مجاهدينو چې د ژوند حق يې نه لاره، د نړۍ زبرځواکونو ته ماتې ورکړه او افغانستان يې له اشغال څخه وژغوره.مولوي امير خان متقي زياته کړه ،چې د دښمنانو له ټولو دسيسو او تبليغاتو سره سره، بيا هم نظام پر خپلو پښو ولاړ دي او اقتصادي وضعيت هم د هرې ورځې په تېرېدو سره مخ په ښه کېدو دی.په ورته وخت کې، د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور په خپلو خبرو کې، افغانستان د نړۍ له هغو هيوادونو څخه وباله، چې د تاريخ په اوږدو کې څو ځلي د ظالمانو او اشغالګرو له لوري اشغال شوي دي، خو د افغان مسلمان او غيور ولس د سرښندنو او قربانيو په پايله کې، هغوی ماته خوړلې او له هېواده شړل شوي دي.د افغانستان اسلامي امارت د وياند مرستيال بلال کريمي، د کابل دفتحې د دويمې کاليزې په مناسبت د اسلامي امارت اعلاميه ولوسته .د يادونې وړ ده چې دوه کال وړاندې ، د (زمري په ۲۴مه، د آګسټ په ۱۵مه) د افغانستان اسلامي امارت د مجاهدينو له خوا د ۳۲ ولايتونو له پرلپسې تصرف وروسته، کابل ښار هم فتح شو او په دې سره په هېواد کې د اشغال ټغر ټول او بشپړه آزادي ترلاسه شوه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button