
د ازبیکستان له لارې افغانستان ته بشري مرسته راورسېده
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ د ازبکستان د حکومت پر ملاتړ افغانستان ته د بشري مرستو په ګډون ۱۲ لارۍ راواستول شوې.په تاشکند کې ازبک رسنيو راپور ورکړی، چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ (UNHCR) د ازبکستان د حکومت پر ملاتړ افغانستان ته له ۴۸ زره کمبلو بار، باروړونکې لارۍ لېږلي دي.دغه ټولګه د ترمذ په ښار کې د نړيوال څو اړخيز ترانسپورت او لوژستيکي مرکز له لارې د افغانستان په سخت ژمي کې د دې هېواد خلکو او د نورو زيانمنو شويو برخو استازيو ته د حياتي مرستو رسولو په موخه استول شوې ده.دغه ټولګه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ د بشري لوژستيک له سيمه ييز مرکز څخه، چې د ۲۰۲۱ م کال د اکتوبر په مياشت کې د ازبکستان د حکومت پر ملاتړ جوړ شوي؛ واستول شوه.د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ لوړپوړي سلاکار فرانک ريموس ويلي: د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ د ازبکستان له حکومت سره په ګډه کار کوي، چې د افغانستان له خلکو سره حياتي بشري مرستو ته روانې وساتل شي.هغه زياته کړې: دا په ځانګړي توګه په دې ساړه ژمي کې اړتيا ده. په پای کې د ازبکستان د حکومت او سيمه ييزو همکارانو په مرسته، UNHCR کولی شي په چټکۍ سره په افغانستان کې د ښځو، ماشومانو او نرينهوو د بيړنيو اړتياوو په پوره کولو کې مرسته وکړي.د ترمذ مرکز د ازبکستان په جنوب کې موقعيت لري او په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ م کلونو کې يې ۲۱۷ لارۍ د لومړنيو اړتياوو وړ توکي بې ځايه شويو کورنيو او د طبيعي پېښو لکه سيلابونو او زلزلو قربانيانو ته استولي دي.په ټوله کې د مهاجرينو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ په ۲۰۲۲ م کال کې د افغانستان په ټولو ۳۴ ولايتونو کې يې له ۵ ميليون و ۹۰۰ زره کسانو سره مادي او حقوقي مرستې کړې دي.