اقتصاد

د ازبيکستان نندارتون کې د ۱۰۰ميليونو ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

6 / 100

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي له ازبيکستانه له راستنېدو وروسته، د ازبيکستان په څلور ورځني نندارتون کې د هېواد د توليداتو له ۷۵ سلنه پلور څخه خبر ورکړ.ښاغلي غزيزي د ۱۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت د افغان او ازبيکستان د سوداګرو ترمنځ بېلابېلو تړونونو ته په اشارې  سره ويلي ،چې له ازبيکستاني چارواکو سره په کتنو کې پر ترجيحي سوداګرۍ او د دغو دوو هېوادونو ترمنځ په ۱۷ سکټورونو کې د اسانتياوو پر رامنځته کولو يې هم خبرې کړې دي.په دې نندارتون کې۲۵۰ تنو سوداګرو او صنعتکارانو د ازبيکستان په پلازمېنه تاشکند کې په څلور ورځني نندارتون کې د هېواد کورني توليدات نندارې ته وړاندې کړل. نورالدين عزيزي خبريالانو ته وويل:«له سلو مېليونو ډالرو زيات تړونونه وشول او د ازبيکستان جهموريت لومړي وزير ژمنه وکړه او وې ويل ،چې موږ د افغانستان له ټراورټن او مرمر ډبرو استفاده کوو. زموږ له ډېرو صنعتي توليداتو چې دننه په ازبيکستان کې ورته اړتيا وي، موږ ورته لومړيتوب ورکوو.))

ښاغلي عزيزي دغه‌راز وايي ،چې له ازبيکستاني چارواکو سره يې د افغان –ټرانس رېل پټلۍ  پروژې د پلي کېدو او د ترمز-مزارشريف تر هرات او کندهار پورې د رېل پټلۍ غځېدو په برخه کې د همکاريو د پراختيا په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.

د وسپنې او تېلو پر کانونو او د کرنې پر سکټور د ازبيکستاني سوداګرو پانګونه هغه برخې دي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست له ازبيکستاني چارواکو سره مطرح کړې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په دې هکله زياته کړه: ((د رېل پټلۍ موضوع ده ،چې د مزارشريف له لارې، هرات او کندهار ته دا زموږ تر ټولو لويه لاسته راوړنه وه چې موږ پرې بحث کړي او هوکړې ته رسېدلي يو. موږ له خپل لوري هغه نقشه او پلان ،چې له پخوا د دغې رېل پټلۍ لپاره جوړ شوي و، ورسره شريک کړ او يقين لرو ،چې دغه پروګرام به ډېر ژر پېل شي.))د کانونو او صنايعو خونې لومړي مرستيال سخي احمد پيمان هم  وايي: (( په دغه نندارتون کې له نېکه مرغه زموږ کورني محصولات د ازبيکستان شرکتونو له هرکلي سره مخ شول او زموږ له صنعتکارانو او بېلابېلو سکټورونو سره يې په لسګونو تړونونه لاسليک شوي ،چې دا له افغانستانه ازبيکستان ته د صادراتو لپاره رامنځته شوې زمينه ده.))د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان او ازبيکستان ترمنځ د سوداګرۍ د ګډې خونې جوړېدل، د ويزې د اسانتياوو رامنځته کېدل، بانکي راکړې ورکړې او د حيرتانو سوداګريز بندر کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو لپاره د محدوديتونو لرې کېدل او له ازبيکستانه د برښنا د وارداتو په ګډون د ګډو همکاريو پراختيا هغه مسايل دي ،چې د اسلامي امارت د پلاوي او د ازبيکستان د چارواکو ترمنځ پرې خبرې او هوکړې شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button