
د اداري فساد منفي اغېزې
سره له دې، چې اداري فساد ځینو ته مبتې اغېزې هم لري. ځکه د ټولنې یو شمېر له دې لارې شتمني ترلاسه کوي او خپلو نورو موخو ته رسېږي، خو منفي اغېزې او ضررونه یې له دې مثبت اغېز څخه څو وارې زیات او خطرناک دي، او د فساد لپاره د فرصت د برابرولو امله دی او د الهي سنتو چې فساد د ځکمې د ویجاړتیا او د ټولنو د تباهۍ لامل بولي خلاف کار دی، دا هماغه ناوړه کار دی، چې قرآن کریم ورته په دې اړه یادونه کړې او هغه یې د ځکمې د ویجاړتیا او د ټولنو د له منځه تلو لامل ګڼلی دی، لکه د روم سورت په ۴۱ آیت کې الله تعالی فرمایې: ژباړه: د هغه څه له لامله چې انسانانو تر سره کړل، فساد په وچه او بحر کې را ښکاره شو، تر څو الله تعالی هغوی ته یو شمېر هغو کړنو جزاء ور وڅکي، چې دوی ترسره کړي دي، تر څو دوی دهغه په لوررجوع وکړي.
نچوړ
سره له دې، چې اداري فساد ځینو ته مبتې اغېزې هم لري. ځکه د ټولنې یو شمېر له دې لارې شتمني ترلاسه کوي او خپلو نورو موخو ته رسېږي، خو منفي اغېزې او ضررونه یې له دې مثبت اغېز څخه څو وارې زیات او خطرناک دي، او د فساد لپاره د فرصت د برابرولو امله دی او د الهي سنتو چې فساد د ځکمې د ویجاړتیا او د ټولنو د تباهۍ لامل بولي خلاف کار دی، دا هماغه ناوړه کار دی، چې قرآن کریم ورته په دې اړه یادونه کړې او هغه یې د ځکمې د ویجاړتیا او د ټولنو د له منځه تلو لامل ګڼلی دی، لکه د روم سورت په ۴۱ آیت کې الله تعالی فرمایې: ژباړه: د هغه څه له لامله چې انسانانو تر سره کړل، فساد په وچه او بحر کې را ښکاره شو، تر څو الله تعالی هغوی ته یو شمېر هغو کړنو جزاء ور وڅکي، چې دوی ترسره کړي دي، تر څو دوی دهغه په لوررجوع وکړي.
دا آیت د دې ښکارندوی دی، چې د ګناهونو لکه کفر، ظلم، د حرامو تر سره کول، له اسلام سره د ښمني، د خلکو پر حقوقو تېری او په ناحقه د خلکو مال خوړل، د دې لامل شوي ، چې نړۍ په کږه لاره روانه شي او د همدې کوږوالي په پاپله کې د خلکو ګټې، کښت او مېوې له منځه لاړې شي، باران کم او وچکالي ډېره شي.
په یو بل آیت کې الله تعالی داسې فرمایې: ژباړه: ډېر ځله ځینو خلکو د خپل رب او د هغه د استازو له امرنه سرغړونه وکړه نوموږ له هغو سره حساب وکړ سخت حساب او په غذاب مو کړ په سخت غذاب سره نو هغوی د خپلو کړنو جزا ولیدله او د هغو د کړنو پایله زیان لرونکې وه.
سريزه
د پورتنیو آیاتونو په رڼا کې په د دې مقالې کې یواځې د اداري فساد اقتصادي اغېزې، تر څېړنې لاندې ونیول شي.
د اداري فساد اقتصادي اغېزې
د اداري فساد یو وېجاړوونکی اغېز پر اقتصاد د هغه منفي اغېز دی، چې د هېوادونو د اقتصادي پر مختګ پر وړاندې خنډ را منځ ته کوي، څېړنو ښودلې، چې اداري فساد د هېوادونو د اقتصادي پر مختګ پر وړاندې یو مهم خنډ دی او ښیي، چې فساد د دولتي، بهرنۍ او یا هم خصوصي پانګې اچونې د کمېدو لامل کېږي، چې په پایله کې یې په ټولنه کې د نابرابرۍ او بېوزلۍ د ډېرېدو، د اقتصاد د کمزوري کېدو او دعدالت او امنیت د له منځه تلو منفي اغېزې را منځ ته کېږي.
اداري فساد د یو هېواد د اقتصادي پر مختګ او ترقۍ پر وړاندې دلته په څلورو مطلبونو کې څېړل کېږي، په لومړي مطلب کې دهېواد د ننه د پانګې اجونې پر وړاندې خنډ، په دویم مطلب کې د دولت د لګښتونو ډېرېدل او پوروړي کېدل، په دریم مطلب کې د فقر او نابرابرۍ ډېرښت تر څېړنې لاندې نیول کېږي.
په کور د ننه د پانګې اچونې په وړاندې خنډ کېدل.
څېړنی ښیي، چې یو له هغو سترو مواردو څخه چې اداري فساد یې له لارې د یو هېواد پر اقتصاد منفي اغېز کوي چې دا د خصوصي پانګې اچونې کمښت دی.
څېړونکي، اداري فساد د اقتصادي پرمختګ پر وړاندې خنډ جوړوونکې ګټې، ځکه له بهرنیو او کورنیو پانګه والو سره د پانګه اچونې فکر له منځه وړي او یا یې کمزوری کوي.
په یو فاسد هېواد کې پانګه وال نه شي کولی د خپلې کاري پروسې او یا هم پانګې اچونې د پایلو وړاندوینه وکړي، ځکه نو په داسې شرایطو کې د برابرې او وړاندوینې وړ سیالۍ یا رقابت زمینه نه برابرېږي خو د مالي تاوان او د پانګې د له منځه تلو ګواښ ډېرېږي، چې دا کار په یو هېواد کې د پانګوالو لخوا د پانګې اچونې پر وړاندې خنډ کېږي.
اداري فساد د دې لامل کېږي، چې یو هېواد ته پانګه وال خپله پانګه، تکنالوژي او مهارتونه وارد نه کړي، اداري فساد یو هېواد ته د پیسو، پوهې او مهارتونو د لېږد پرواندې خنډ کېږي، چې په پایله کې د دولت او خلکو د عوایدو د کمښت لامل کېږي، نو کله چې دولت شتمني او سرمایه ونه لري، نو د ښوونې، روزنې او عامې روغتیا پر مختګ هم هلته نه تر سترګو کېږي.
الف: د حکومت د کم اداري ظریف او توان له لارې فساد د یوې ادارې دقوت عوامل او ټکي کمزوري کوي، د بېلګې په توګه د دولت شتمني تالا کوي، پانګې له اړینو او حیاتي برخو څخه غیر اړینو او هغو سیمو ته چې پر هغو څارنه او د رشوت، اختلاس او نورو ناوړه ګټو اخیستلو زمینه په کې برابره وي ولېږدوي، د حکومت عایدات او لګښتونه سره ګډوډوي د عمومي سرپالۍ یا رقابت پر وړاندې خنډ کېږي، په قرار دادونو کې د غلطو پرېکړو لامل او د هغو کسانو د حذف کېدو لامل کېږي، چې د رشوت ورکولو وس نه لري.
فساد د پانګوالو لخوا د پانګې اچونې د انګېزې د کموالي لامل کېږي، ځکه د کار جریان په هرګام کې باید د دولت ماموریتونو ته رشوت ورکړي، چې په دې سره یې لګښت ډېرېږي او د قرارداد او پروژې د قیمت د ډېرښت لامل کېږي.
ب: په خصوصي برخه کې د اقتصادي پانګې اچونې د کمښت له لارې فساد د دې لامل کېږي، چې ځینې کسان د قرارداد او جواز د ترلاسه کولو لپاره دې ته اړ شي چې رشوت ورکړي او دا د دې لامل کېږي، چې هغوی دې له لاسته ورغلو فرصتونو څخه غلطه ګټه واخلي.
فساد کولی شي د ټولنیزو خدمتونو پر وړاندې کولو هم اغېز وکړي، فساد د ټولنیزو خدمتونو بیه لوړه او د وړاندې کولو کچه یې راټیټوي، کله چې دولت ښه او با کیفیته خدمتونه نه شي وړاندې کولی نو د مالیاتو ورکولو ته د خلکو تمایل هم کمېږي او په پایله کې یې د مالیاتو له ورکولو څخه د خلکو ډډه کول زیاتېږي، چې دا کار له یوه لوري د خلکو ترمنځ د عایداتو په وېش کې د نه برابرۍ او له بل لوري د دولتي خدماتو د کیفیت د ټیټوالي لامل کېږي.
د اداري فساد په پایله کې په هېواد کې شته پانګه له عامو خلکو څخه د یو څو واک او قدرت لرونکو کسانو جېبونو ته ځي او په دې توګه د یو څو تنو د شتمنیدو او د ډېرو زیاتو د بېوزلۍ لامل کېږي.
پايله
فساد یو شکارنده ده چې د تاریخ په اوږدو کې یې پر بشري ټولنو ناوړه اغېزه درلودلې او لري يې نن ورځ تجربو ثابته کړې،چې اداري فساد منفي تأثیرات له ځانه سره لري چې د انسانانو د ژوند ټول اړخونه تر تأثیر لاندې راولي وړاندې له دې چې د نن ورځې وګړي د دې ښکارندې ناوړو پایلو ته پاملرنه وکړي، لوی خدای جل جلاله مسلمانانو ته خبرداری ورکړی دی. څرنګه چې په مبارکو آیتونو الله(ج) مسلمانونانو ته په کراتو خبرداری ورکړی،چې د هر ډول فساد له کولو نه، په ځانګړې توګه په ناحقه توګه د خلکو د مال له خوړلو، پرهېز و کړي، ځکه د غه کار، د هغوی د تباهۍ لامل کېږي، لوی خدای جل جلاله د مسلمانانو د عبرت لپاره، د پخوانیو امتونو له کړنو یادونه کړې، چې څه ډول د فساد په پایله کې، د خپل هلاکت سبب شول او نبی کریم صلی الله علیه وسلم ته خطاب کوي:
ژباړه: ای پیغمبره ! ووایه: پر ځکمه کې و ګرځئ، او بیا وګورئ څرنګه وه د دروغ ویوونکو عقبت په ځانګړې توګه مسلمانو حاکمانو ته یادونه کېږي چې فساد کول د دولت او ملت د تباهۍ سبب کېږي.
پوهنیار مطیع الله نوری
اخذ ليک
قرآن کریم
ذاکر صالحي، غلام رضا، د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کړنلارې، تهران، انتشارات جنګل اول چاپ، ۱۳۸۸.
کتابي، عبدالحی، د مسلمانانو اداري نظام د اسلام په پیل کې، ترجمۀ علی رضا ذکاوتي
وړاندې مبارزه، ترجمه د متحد ایالاتو د صلحې انسټیټوت، واشنګتن دي، سی، دهمدغه مطبعه، اول چاپ ۲۰۰۶م
شیخ احمدی، عبدالصیر، اسلام و اداري فساد پروړاندې مبارزه، د چاپ کال ۱۳۹۳ انتشارات د توانا مطبعه.