مقالې او تبصرې

د اداري فساد له حله پاتې معما !!

دا چې زموږ د هېواد، ولس او نظام بشپړ پرمختگونه او لاسته راوړنې آن زموږ اسلامپالو لخوا هم وروسته له هغه ښه رسنيز انعكاس اخلي او منل كېږي ،چې پرې د غربي سازمانونو، ټولنو او اشخاصو له خوا اعتراف وشي؛ دغه انعكاس او منل يې هم داسي رنگ خپلوي چې يواځي د ياد اعتراف پر اثر څرگندېږي، نه دا چې له هغه پرته يا رښتوني واقعيت ته پر كتو او يا هم لږ تر لږه د خپلو چارواكو او نظام د ادارو له خوا د وركړل شوي زېري او خبر له مخې وي، ځكه د اعتراف كونكې غربي سرچينې نوم په داسي انداز ورسره يادېږي او راوړل كېږي، لكه هغه چې د اړوند خبر د رښتونولي، اعتبار او باور تر ټولو لوړ معيار وي، حال دا چې هغوی خو خپله هم دغه زموږ تر پوزه لاندې حقايق او واقعيتونه او د چارواكو وركړي اړوند خبرونه څارلي وي، همدا يې د رښتونولۍ او باور معيار وي او پر استناد يې خبر بيا له خپل غربي آدرسه له كمي-زياتوب او د اړوندې موضوع ليږ زړښت يا هم گرمښت سره په داسې ټكو او انداز ور كوي ،چې د اسلامي امارت كوم چارواكي او دلته شته واقعيتونو او حقايقو نوم ورسره ياد نشي يا هم هسې د اشارې او بېلگې په ډول او دا زموږ ډېره ستره نيمگړتيا ده ،چې غرب پر دروغو او تزوير هم ډېر ښه پېژنو، آن له موږ زيات يې نوره نړۍ ښايي ونه پېژني، خو بيا هم د خپلې خولې، خپل چارواكي او خپلو تر پوزه لاندې پرمختگونو او لاسته راوړنو خبر مو تر هغه زړه او رسنيو ته لاره نه كوي ، ترڅو چې پرې د غرب لاسليك او تائيد نه وي.

هو ! دلته د پام وړ دوه ټكي شته چې ورته پر كتو به ځينو ته پكار هم داسې ښكاري؛ يو دا چې دښمن مو پرې اعتراف كړی وي، نو دا د رښتوني پرمختگ او پكې كمال ته رسېدنې نښه ده او گڼل كېږي او بل دا چې ځينې مرور يا پرديپال كه له ځمكنيو واقعيتونو او رښتونو حقايقو انكار كوي، د نورو د منفي تبليغاتو تر اغېز لاندې يې نه مني او يا له نظام او چارواكو سره د عقدې له امله د هغو وركړی خبر زړه ته نه اچوي، نو دا ډول اعتراف پرې اتمام د حجت گرځي، خو غربي اعتراف لكه څرنگه چې د دلته واقعيتونو او حقايقو پر ليدو او د نظام او چارواكو له خوا يې پر خبر وركولو پوري تړلي او پرې ولاړ وي؛ هغسې يې رتبه او نوبت ترې ټيټ او وروسته دي چې بايد د واقعيتونو او حقايقو پر ليدو او له نظام، ادارو او چارواكو يې اورېدو سره لومړی له همدې ځايه پر ټول باور د زړه تل ته واچول شي، له بشپړ باور سره پراخ رسنيز پوښښ وركړل شي او بيا غربي اعتراف ته يواځي د يادو دوو ټكو ځای پرېښودلو سره چې له زړه ته اچولو او لومړني رسنيز پوښښ وروسته وي؛ بيا هم يواځي د اړوند پرمختگ په اړه د كمال او اتمام حجت په بڼه پر خپل انداز د رسنيز او تبليغاتي فعاليت يوه برخه وگرځول شي، سر ټكی يې نه ! چې د سترگو ليدليو واقعيتونو او حقايقو رښتونولي او د خپل نظام-ادارو-چارواكو ور كړی خبر او باور تر سيوري لاندې را ولي او پرې غبار پرېباسي. يانې داسې نه چې د غرب اعتراف تر خپلو حواسو لوړ او د زيات باور وړ وگڼل شي، بلكې غرب ټيټه رتبه او بشپړونكی رول لري، خو بيا هم يې اوس د رسنيزو او تبليغاتي تكتيكونو او تخنيكونو پر مټ لومړۍ رتبه اشغال كړې او زموږ د نظام، ادارو، چارواكو او دلته واقعيتونو او حقايقو له نوم اخيستنې پرته يا يواځي ورته په اشارې سره زموږ پر پرمختگونو اعتراف كوي او له دې لارې كه له يوې خوا خپل رسنيز او تبليغاتي باور پراخوي او خوندي ساتي، له بلې خوا پرې له نورو نيمگړتياوو د اغفال را وستلو هڅې كوي او ځينې وخت اعتراف ته وچ اړ كېږي او د خپلو لويو موخو په لاره كې له بلا انگېزو سره د يو ستر حريف په توگه زموږ پر پرمختگونو د اعتراف بيې پر ځان مني، نه دا چې اعتراف يې له زړه او زموږ پرمختگونو او د رسنيز پوښښ موخو او بنسټونو ته  ور گرځي، خو له بدې مرغې موږ پرې په تېروتو سره پر ناپامۍ د خپلې انرژي او آدرس پر كارولو ورته له غربه زيات كار وكړو، نو زمو د رسنيز او تبليغاتي پوښښ هم موخې د غرب د اعتراف له موخو بېلې او هم يې رتبه ترې لوړه او لومړۍ ده چې نه له هماغو دوو ټكو پرته زموږ په موخو كې له دا ډول اعترافه استفاده شونې او نه هغه ته د دومره ځواكمن دليل په توگه د خپل رسنيز پوښښ ځای ور كول شوني دي، سرليك گرځول ،خو يې څه كوې.

د اسلامي امارت د واك په راتگ سره د هر ډول او په ځانگړې توګه  د اداري فساد په وړاندې د مبارزې او صفر ته يې ټيټېدو موضوع او حقيقت يې، چې له څو مياشتې مودې راهيسې چارواكي او ځينې نور پرې غږېږي؛ رښتيا هم ډاډ او خوښۍ بښونكي دي، وروستيو كې د شفافيت او روڼتيا نړيوال سازمان د اسلامي امارت د واك پر راتلو اوس دلته د هر رنگه فساد كچې پر ټيټېدو اعتراف وكړ او په رسنيو كې بيا د اداري فساد د له منځه تللو موضوع گرمه وه، خو بايد دا په پام كې وي ،چې ځينې سياسي او اداري اصطلاحات د مفهوم له پلوه پراخ وي او په لږو لږو مشتركاتو ډېر بېلابېل موارد او توكي را نغاړي، خو كارول كېږي بيا د بشپړ مفهوم د يوې برخې لپاره او ځينې نور اصطلاحات كه څه هم دومره پراخ نه وي، خو يواځې ښكاره بڼه يې ښه وي او ترې په ناوړې گټې اخيستنې له مشتركاتو پرته هم تر نورو مواردو او توكو ور غځول كېږي، فساد او اداري فساد هم دواړه جلا پراخ مفاهیم دي ،چې دغه پراختيا يې هر وخت د سياسي گټو او مصلحتونو ښكار گرځېدلې. د روڼتيا سازمان د اداري، اخلاقي، نشه یی او مالي ټولو ډولونو د فساد كچه ټيټه منلې او رښتيا هم ياده كچه تر ډېره ټيټه شوې، خو فساد هغسې بشپړ له منځه تللی نه دی لكه ،چې موږ دغه اعتراف ته په پوښښ وركولو كې ځان ترې تك سپين كړ، كه څه هم نور ډېر گواښونه لا پاتې دي، يواځي د رشوت په له منځه تللو د غرب له اعتراف سره اداري فساد له خپل پراخ مفهوم سره بشپړ له منځه تللی تبليغ شو او سازمان پرې د خپل اعتراف موخه ترلاسه كړه، خو كه رښتياهم دغه ډول فساد بشپړ له منځه تللی وي، نو مفهوم خو يې هغه ټول څه را نغاړي چې د نظام، هېواد او ولس بنسټونه-گټې-ارزښتونه-موخې گواښي، نو بياهم په نظام كې د انحصار، د هغه د نه ټولشمول والي، پكې د پراخې خپلوۍ او انډيوال پالنې، له اهليت پرته گمارنو او اهل خلكو ته د نه پاملرنې، د وگړو په زده كړو-دندو-شغل كې د نظام د ناغېړۍ يا پاتې راتلو، د چارو او نظام پالنې له نړيوال فورموله د سرغړونو او…چې د اداري فساد مفهوم را نغاړلي؛ سرندې ولې غږېږي؟ دا خو بيا خپله د اداري فساد د شتون نظر څرگندوي؟، نو د روڼتيا سازمان د اعتراف او د سرندو پر غوښتنه د فساد د شتون نظر ترمنځ د اداري فساد معما له حله پاتې ده او حقيقت دا دی چې غرب اصطلاحات او مفاهیم يې په خپلو موخو او گټو پسې گرځوي، د رسنيز او تبليغاتي اثر او رسوخ لپاره يې دا ډول اعترافونه استفاده كېږي او په دې لوبه كې ترې د ټولشمول په گډون گڼ اصطلاحات مبهم هم پاتې دي. كه چا د اسلامي امارت جهادي او پخوانی جوړښت ټول شمول نه گاڼه او پكې انحصار ور ښكارېده؛ نو اوسنی نظام يې چې پكې د تېر رژيم سلگونه زره تنه پر خپلو دندو بوخت دي؛ ټول شمول دی، د دغو سلگونو زرو تنو چې آن د اسلامي امارت ياد جوړښت پر وړاندې گمارل شوي وو؛ پر هماغو دندو له بوختيا سره په نظام كې د ټولو قومونو او قشرونو په استازولۍ ونډه هرڅوك ويني او پخوانی رژيم هم په رښتونې مانا پر همدې ټولشموله و.

محسن سعود

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button