سرلیکنې

د اختلاف ناوړه پایلې!

متل دی وايي:« کوږ بار تر منزله نه رسیږي» دغه تجربه پوره شپږ څلوېښت کاله مخکې زموږ هېواد کې په ډېره واضحه توګه تطبیق شوه. هغه مهال ولیدل چې د افغان ولس مېړنیو شازلمیو د هېواد په ګوټ ګوټ کې څوارلس کاله شوروي او کمونیستي ځواکونو سره سخته مقابله وکړه، خو له بده مرغه د ګڼو جهادي تنظیمونو د رقابت له کبله د ځینو ډلو نیتونه دومره کاږه شول چې پای کې یې له هماغو ملي غدارانو سره خبره یوه او د یو لوی قوم او سترو جهادي ګوندونو د بې دخله کولو او شړلو تعهدونه سره وکړل

متل دی وايي:« کوږ بار تر منزله نه رسیږي» دغه تجربه پوره شپږ څلوېښت کاله مخکې زموږ هېواد کې په ډېره واضحه توګه تطبیق شوه. هغه مهال ولیدل چې د افغان ولس مېړنیو شازلمیو د هېواد په ګوټ ګوټ کې څوارلس کاله شوروي او کمونیستي ځواکونو سره سخته مقابله وکړه، خو له بده مرغه د ګڼو جهادي تنظیمونو د رقابت له کبله د ځینو ډلو نیتونه دومره کاږه شول چې پای کې یې له هماغو ملي غدارانو سره خبره یوه او د یو لوی قوم او سترو جهادي ګوندونو د بې دخله کولو او شړلو تعهدونه سره وکړل- مطلب د هېواد پلازمینې ته په داسې حال کې ننوتل چې نه یې د اسلامي نظام د قیام ارمان درلود او نه د هېواد ودانولو بلکې اصلي هوډ یې دا و چې په څه ډول د یو قوم لپاره یا د ټول هېواد واکمني او یا لږ تر لږه کورواکي تر لاسه او منګولې پرې ټینګې کړي. همدغه کوږ نیت او غلطې ارادې وې چې د څلورنیمو کلو په موده کې یې ټول هېواد خصوصاً پایتخت کابل په یوه داسې کنډواله بدل کړ چې هیچایې اټکل نه شو کولی. لسګونه زره بې ګناه وګړي ووژل شول، لارې نا امنه، د غلا او شوکمارۍ بازار ګرم او داسې فجایع ترسره شول چې هر اصیل افغان به یې ان د تاریخ په لوستلو هم شرمیږي. مطلب دا چې د کاږه نیت څښتنانو بالاخره هم خپل ځان وشرماوه او هم ګرد افغان ملت. د ډېر تأسف ځای خو لا دا دی چې یادو غدارو ډلو پرته له یو نیم ولایته د ټول هېواد له لاسه وتلو وروسته هم توبه ونه وېسته، هماغسې د هېواد په یو ګوټ کې یې د اسلام د بهرنیو سرسختو دښمنانو په مرسته ځانونه ټینګ او پرلپسې یې د نړۍ په لروبر کې د یهودو، هنودو او صلیبیانو هرې دروازې ته کچکول ونیو څو له وسلو او لښکرو سره راشي، د هېواد مخلص بچیان بې واکه او بیا دوی د تل لپاره د پردیو ګوډاګیانو په توګه پر هېواد مسلط پاتې شي. تردې چې څلورنیم کاله یو پړاو، پنځه کاله بل پړاو او شل کاله یې درېیم پړاو کې پر افغان ولس ښې چپه مېچنې وګرځولې، خېټې یې وپړسولې او تر هر ډول عیاشیو وروسته داسې په شرمووشرمېدل چې که خدای کول بیا به د افغانستان نوم هم وانخلي. ځکه بالآخره د ملت زغم پای ته ورسېد، لاسونه یې سره یو او په کامل وحدت سره یې یاد ملي غداران او ورسره پنځوس اشرګړي وسلوال ځواکونه د ګیدړو په شان وځغلول او دا دی اوس مو ټول هېوادوال په خپلواکۍ او ډاډ زړه سره د هېواد ودانولو په چاره بوخت دي. لنډه دا چې موږ باید د کمونیستانو له ماتې او تر هغوی وروسته د نورو بدنیتو ډلو له تېر برخلیکه عبرت واخلو، د اختلاف له ناوړه عواقبو، غافل نه شو او په هیڅ صورت هیچاته د ګډوډیو جوړلو اجازه ورنه کړو تل دې وي زموږ خپلواکي او ټینګ دې وي ملي وحدت.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button