سرلیکنې

د اختر ورځې او ډاډمن امنيت…!

له کومې ورځې چې له هيواد څخه د اشغال ټغر ټول شوی او د چارو واګي اسلامي امارت لاس کې اخيستي، په هيواد کې سرتاسري ډاډمن امنيت ټينګ شوی، اوس هره ورځ په اوسط ډول درې سوه افغانان خپل ژوند له لاسه نه ورکوي، هرڅوک په ډاډه زړه خپل کار کولی شي، زده کوونکي په ډاډه زړه ښوونځيو ته ځي او ټول هيوادوال له هر ډول ويرې پرته د هيواد هرې سيمې ته د تجارت او سياحت سفرونه کولی شي.

له کومې ورځې چې له هيواد څخه د اشغال ټغر ټول شوی او د چارو واګي اسلامي امارت لاس کې اخيستي، په هيواد کې سرتاسري ډاډمن امنيت ټينګ شوی، اوس هره ورځ په اوسط ډول درې سوه افغانان خپل ژوند له لاسه نه ورکوي، هرڅوک په ډاډه زړه خپل کار کولی شي، زده کوونکي په ډاډه زړه ښوونځيو ته ځي او ټول هيوادوال له هر ډول ويرې پرته د هيواد هرې سيمې ته د تجارت او سياحت سفرونه کولی شي.

ډاډمن امنيت نه يوازې د سياحت، بلکې د تعليم، تجارت، صنعت، زراعت او نورو برخو کې هم پرحکومت د ملت او نړيوالې ټولنې باور زياتوي، چې ورسره هممهاله د پانګونې لپاره لاره هواريږي او افغانستان د يو دايمي ثبات پر لور چټک پرمختګ ته سوق کېږي.

د اختر په ورځو کې د پلازمېنې کابل په ګډون د هيواد په ټولو برخو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو‌ او خلکو په ډاډه زړه د اختر خوښۍ او خوشحالۍ ولمانځلې. د کابل ښار اوسېدونکي له امنيت څخه خوښ دي او زياتوي چې په تېرو حکومتونو کې خلک له ويرې نورو ځايونو ته نشوای تللی، ان خلکو به په ارام زړه د اختر لمونځ نشوای کولای، خو اوس الحمدلله امنيت ټينګ شوی او خلک په ډاډه زړه د اختر خوښۍ لمانځي. دا د افغانستان د اسلامي امارت او په ځانګړي ډول د امنيتي ارګانونو خورا لويه لاسته راوړنه ده.

افغان ملت او حکومت بايد په ګډه د دې ستر نعمت شکر پرځای کړي او د هيواد د پرمختګ لپاره شپه-او ورځ کار وکړي، حکومت بايد په نورو ورځو کې هم د خلکو امنيت ته همداسې ډېره پاملرنه وکړي، پانګوالو ته د پانګونې زمينه مساعده کړي او پانګوال هم بايد د نورو هيوادونو پرځای خپل هيواد کې پانګونې ته ترجيح ورکړي، شرکتونه او کارخانې جوړې کړي او په ټول توان هڅه وشي، چې هيواد مو پر ځان بسيا او پر خپلو پښو ودريږي.

ثبات او امنيت د پرمختګ ضامن دی، خو د پرمختګ پرلور حرکت او هلې ځلې هم مهمې دي، که په سیمه کې د هيوادونو اقتصادي حالت او پرمختګ وارزول شي، جوتېږي چې چين په ډېر لږ وخت کې وتوانېد د نړۍ ستر اقتصادي او نظامي ځواک وګرځي او ددې لامل هم دا دی، چې چين کې د ثبات او امنيت تر څنګ خوځښت هم موجود دی او ټول وګړي يې د خپل هيواد د پرمختګ لپاره په ګډه کار کوي.

لنډه داچې اوس له بل هر وخته زيات د افغانستان د پرمختګ لپاره شرائط ښه مساعد دي، بشپړ امنيت تامين دی، هر څوک په خلاص مټ کار کولی شي، د هيواد ټولو سيمو ته په ازاد ډول او له هر ډول ويرې پرته سفر کې هيڅ ستونزه نشته، اوس ملت او حکومت دواړه مسئوليت لري، چې له دغه طلايي فرصت څخه سالمه ګټه پورته کړي او د هيواد د ابادۍ او سمسورتيا لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button