
د احصايې او معلوماتو ملي اداره:د افغانستان 44,7 سلنه ماشومان د قد په لنډوالي او 18,4 سلنه د وزن پر کمښت اخته دي
د احصايې او مالوماتو ملي ادارې د مور او ماشوم د روغتیا په تړاو د (په افغانستان کې د ۱۴۰۱ کال څو شاخصه خوشهیي سروې) تر عنوان لاندې د موندنو لومړنی راپور خپور کړ.
د احصايې او مالوماتو ملي ادارې د مور او ماشوم د روغتیا په تړاو د (په افغانستان کې د ۱۴۰۱ کال څو شاخصه خوشهیي سروې) تر عنوان لاندې د موندنو لومړنی راپور خپور کړ.
د یادې ادارې سرپرست رئيس ډاکټر فقير محمد زیار په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل چې یاده سروې د مور او ماشوم د روغتیا په اړه پراخو ستونزو ته د رسېدو په موخه ترسره شوې ده او کابو ۳ میلیونه امریکايي ډالره لګښت پرې راغلی دی.
د نوموړي په خبره دغه سروې، چې تېر کال د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د یونسیف په مالي او تخنیکي مرسته د MICS نړیوال پروګرام د یوې برخې په توګه په ۳۴ ولایتونو کې ترسره شوې، له دې کبله مهمه ده چې د میندو او ماشومانو د روغتیايي وضعيت اړوند شاخصونو په اړه معلومات برابروي او له دې معلوماتو څخه بیا د یادې برخې د پلانونو او پالیسیو په جوړولو کې ګټه اخیستل کېږي.
زیار همدارنګه وویل چې په دغه لړۍ کې ټولټال ۲۳ زره او ۲۱۳ کورنۍ سروې شوي، په دې کورنيو کې ۴۴ زره ۳۴۱ میندو ، ۳۲ زره ۹۸۹ له پنځو کلنو څخه کم عمره ماشومانو او همدارنګه ۲۰ زره او ۶۸ تنو له پنځو کلونو څخه تر ۱۷ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو سره مرکې شوي او د هغوی په هکله معلومات راټول شوي دي.
د دغه سروې له مخې په افغانستان کې لاهم ۳۳.۷ سلنه مېرمنې په کورنو کې زېږون کوي او له ۳۱.۵ سلنه مېرمنو سره د زېږون پرمهال ماهر کسان موجود نه وي.
په سروې کې همدارنګه په ډاګه شوې، چې په هېواد کې تر ۵ کالو کمه عمره ماشومانو کې د خوار ځواکي له کبله د افغانستان ۴۴.۷ سلنه ماشومان د قد په لنډوالي او ۱۸.۴ سلنه افغان ماشومان د عمر په پرتله د وزن پر کمښت اخته دي.
سرچینې همدارنګه ویلي، چې په افغانستان کې ۹.۶ سلنه نجوني ۱۵ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کېږي او ۱۹.۴ سلنه افغان ماشومان، چې عمرونه يې له ۵ څخه تر ۱۷ کلونو پوري دي په کار بوخت دي.
د یادونې وړ ده، چې څو شاخصه خوشه يي سروې یوه نړیواله سروې ده، چې له تېرو ۲۸ کلونو راهیسې په ډېرو هېوادونو کې ترسره کېږي او هغه کلیدي شاخصونه اندازه کوي کوم، چې هېوادونو ته د پالیسیو، پروګرامونو، او ملي پراختیايي پلانونو لپاره ارقام برابروي، او همدارنګه د تلپاتې پراختیايي موخو یا SDGs او نورو نړیوالو ژمنو په برخه کې پر شویو پرمختګونو څارنه ولري.