اقتصاد

د آی آر يو(IRU) اکاډمۍ د تأسیس هوکړه لاسليک شوه

نن (چارشنبه) د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست الحاج ملا حميدالله آخندزاده او د سوداګرۍ خونې سرپرست محمد يونس حسین لخوا د آی آر يو اکاډمۍ د رامنځته کولو هوکړه لاسليک شوه. دا اکاډمي چې د تير (TIR) سیسټم  د ښه عملي کولو په پار جوړېږي، په دې سره به د نړيوال واټ ټرانسپورټ په برخه کې پراخوالی او معيار رامنځته شي او د افغانستان موټرچلوونکو او د ټرانسپورټي شرکتونو کارکوونکو ته به د نړيوالو اصولو سره سمه پکې روزنه او زده کړه ورکول کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button